د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې لسګونه قومي مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنو د پرېکړه لیکونو له مخې له ولایتي ادارې د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د په خپله سیمه کې به د هر ډول پروژو د تطبیق په برخه کې له دولت سره همکار وي.
دوی زیاته کړه، هغه څوک چې د پروژو او پولیو واکسینو د تطبیق په برخه کې ستونزوې جوړوي، ددوی استازیتوب نه شي کولای او له ولایتي ادارې یې و غوښتل چې یاد خود غرضه کسان پرېنږدي څو خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.
قومي مشران وایي، د ګوتو په شمېر کسانو د مرکز ښرنې د مشرانو له نوم څخه په استفادې د دوی پر سر لوبې کړې خو زیاتوي چې نور دوی خپل راتلونکی په خپله ټاکي.
په همدې حال کې ځوانان او د مدني ټولنو استازي وایي، د مرکز ښرنې لپاره د ولایتي ادارې ترسره کېدونکي پلانونه ستایي او زیاتوي چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دوی وایي، نه غواړي چې نور په تیارو کې ژوند وکړي بلکې د نوي عصر د غوښتنو مطابق خپلې ورځینۍ چارې پرمخ یوسي.
د بېلابېلو مدني ټولنو استازو یادې څرګندونې د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې ولایتي ادارې ته وسپارلې.
بل لورته پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په شمول د ټولو ولسوالیو متوازن انکشاف ته ژمن دی او هڅه کوي تر څو د ولسونو ستونزو ته په وخت رسیده ګي وکړي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له قومي مخورو او ځوانانو د مننې ترڅنګ وایي چې په مرکز ښرنه کې د روانو پروژو ترڅنګ د یو شمېر نورو لویو پروژو د پلي کولو پلان لري.
د یادونې وړ ده چې د مرکز ښرنې اړوند څلورو تنو تش په نوم قومي مشرانو وروسته له هغې په ولایتي ادارې نیوکې وکړي چې د ولایتي ادارې له لوري د دوی شخصي غوښتنو ته منفي ځواب ورکړل شو.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر