د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانګړې لورینه او لارښوونه د سې شنبې په ورځ د وزارتونو په کچه یوه مهم پلاوي پکتیکا ته سفر وکړ او خپل پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.
په یاد پلاوي کې د بېلابېلو وزارتونو تر دوولسو پورې معینان ، د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شیمیم خان کټوازی ، د کریکټ بورډ مشر او ملي اتلان او یو شمېر نور مېلمانه شامل وو.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له مرکزه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا ورځ یې د پکتیکا په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکي ورځ یاده کړه.
ښاغلي وحدت وویل چې له پکتیکا والو سره د ولسمشر غني ژمنې ګام په ګام د پلي کېدو په حال کې دي چې ښه بېلګه یې ددغه مهم پلاوي راتګ دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، پکتیکا د هغو ولایتونو له ډلې ده چې ولسمشر ورته ځانګړې پاملرنه لري او د خلکو لپاره به په هره برخه کې اړین کارونه ترسره کوي.
بل لوري ته په راغلي پلاوي کې شاملو معینانو هم د پکتیکا لپاره په بېلابېلو برخو کې د نویو ګټورو پروژو د پلې کېدو ژمنې وکړې.
دوی د پوهنې، بیارونې،د نفتو سروې، زراعت، اقتصاد او یو شمېر نورو برخو کې د مهمو پروژو د پیل ژمنې وکړې او زیاته یې کړه چې په یادو برخو کې به ډېر ژر د پکتیکا والو لپاره ګټور کارونه ترسره شي.
دوی له پکتیکا والو مننه وکړه چې همېشه له دولت سره همکار پاتې شوې او د رغنیزو پروژو د پلې کېدو ملاتړ او غوښتنې کوي.
د یادونې ده، دا د پکتیکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دومره لوړه کچه مهم پلاوی دغه ولایت ته سفر کوي او په سیمه کې له نږدې د خلکو ستونزې، غوښتنې اوري او دوی ته د پروژو زیري ورکوي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر