د پکیتکا ولایت چارواکيو د دیني عالمانو وغوښتل، چې په زړه ورتوب سره دې په دې هېواد کې د افغانانو په منځ کې د روانې جګړې پر ضد خپل غږ اوچت کړي او همدارنګه دې د ښې حکومتوالۍ د مینځته راتګ او په نظام کې د فساد د بدنامې پدیدې په له منځه وړلو کې دې افغان حکومت سره مرسته وکړي.
تېره ورځ پکیتکا والي انجینر عبدالکریم متین د یاد ولایت د چارواکیو او دیني عالمانو په مشورتي ناسته کې دیني عالمانو ته وویل، که دوی دې حالاتو ته چوپه خوله پاتې شي، نو نه یوازې هره ورځ به ددې هېواد وګړی، عالم او روڼ اندی وژل کیږي، بلکې د افغانانو دا ګډ کور هم د تباهۍ او بربادۍ لوري ته ځي:
(( زما غوښتنه له تاسو علماوو داده، چې که تاسو وایئ، چې فساد دی، نو زه درته وایم چې فساد دی، موږ نه ټوله دنیا راسره د دې فساد له کبله ستړې ده، خو دا فساد ورکیږي، څنګه راسره کینئ، دا مشکلات په یو ساعت، یوه شپه، یوه میاشت او یو کال کې نه ورکیږي، ونیسئ شروع شئ، هر سړی مو چې وټاکه هغه سړی مو ولسوال دی او هغه مو قوماندان دی، راټول خو شئ، هغسې چې امامان یاست، خلکو ته مخکې ولاړ یاست دغسې مخته ودریږئ، دا اور دې په کور کې بل ده هره ورځ ملا مري، انجینر مري، ډاکټر مري دا کور درنه خرابیږي، دا وطن تباه کیږي، دا څنګه له دې تباهۍ راباسئ؟))
عبدالکریم متین په دیني عالمانو غږ وکړ، چې په مسلمان ولس دې پریکنده غږ وکړي، چې خلک حق لور وپیژني او د هغو سره یوځای شي.
د جاني خیلو ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوي اغاجان له وسله والو طالبانو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې روانو سیاسي ستونزو ته دې د خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي، خو تر څنګ يې د پکیتکا له چارواکیو هم وغوښتل، چې هغه خلک ښه وټکوي، چې په خپلو شخصي غرضونو د حکومت، ولس او دیني عالم ترمنځ واټن پیدا کوي:
((زه ملا او طالب ته وایم، حکومت ته هم وایم چې راځئ سره وروڼه شئ، راځئ دا تعصبونه ختم کړو، چې ته مکتب وايي او ته مدرسه وایې، خو اصلاحات به والي صیب ته راولې، د خدای له پاره ظالم وټکوه، ډاکو وټکوه، غل وټکوه او هغه خلک وټکوه چې د حکومت او رعیت او طالب او حکومت په مابین کې فاصلې راولي.))
د دیني عالمانو او چارواکیو په غونډه کې مولوي غازي محمد له حکومت څخه مدرسو او جوماتونو ته د زیاتې توجه غوښتنه وکړه، د ده په وینا، چې په اوسنۍ اداره کې علماوو ته پروه توجه نده شوې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د علماوو له خوا یو اته ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو، چې د افغانستان د روانې جګړې پر ښکیلو خواوو غږ شوی وو، چې روان قتل او قتول ته دې د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیکا دیني عالمانو شکایت کاوه، چې پخوا دوی ته دا زمینه نه وه برابره شوې، چې حکومتي مسولینو ته له نږدې په ټولنه کې د شته ناخوالو او نا امنيو د مخنیوي، د ښې حکومتوالۍ د مینځته راتګ او اداري سمون په برخو کې خپلې مشورې ورکړي.