په پکتیکا ولایت کې د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټیوټ څخه د شنبې په ورځ په څلورمه دوره کې ۱۱۲ تنه فارغ شول.

په همدې موخه د پکتیکا ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ د بېلابېلو ادارو استازو، د پوهنتون او انسټیټیوټ مسؤلینو، محصلینو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت فارغینو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د دوی لپاره د ویاړ او بري ورځ یاده کړه.

ښاغلي وحدت له انسټیټیوټ څخه تازه فارغ شوو محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې په همدې زده کړو بسنه ونکړي بلکې د زده کړو یاده لړۍ جاري وساتي.

پکتیکا والي دغه راز وایي چې د یاد محصلینو په فارغېدو سره د مسلکي کسانو د کمښت تشه ډکیږي او په ادارو کې به وړ کسان په دندو و ګمارل شي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د پوهنې سرپرست رئیس محمدکریم اتلوال وایي، یاد محصلین په مسلکي ډول روزل شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کیږي.

نوموړي زیاته کړه، د پوهنې بهیر د پیاوړتیا په موخه خپلې هڅې جاري ساتي او په وینا یې په دې برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې لري.

د یادونې ده، د پکتیکا ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ په څلور برخو (اداره او منجمنټ، اداره او تجارت، بانک داري او محاسبې) کې محصلینو ته زده کړې ورکوي چې تر دې دمه یې په څلورو دورو کې ۴۷۱ تنه فارغ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *