تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د پکتیکا ولایتي سرچینې وايي، د دې ولایت په سرروضې ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۷ ملکیان وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمود ارین تاند ته وویل، پېښه د سرروضې ولسوالۍ په سلطاني کلي کې نن له غرمې وړاندې شوې چې په کې د وژل شويو اووه کسانو له منځه ۴تنه یې یوازې د یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی وايي، ماین د طالبانو لخوا ایښودل شوی و چې د ملکیانو سراچه موټر پرې برابر شوی دی.

خو طالبانو بیا د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *