د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې پارک د ښاروالۍ له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول رغول کیږي او چارې یې نن ورځ رسمآ پیل شوې.
په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا مرستیال والي انجینر شېربادشاه ارګوني، پکتیکا ښاروال، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او پکتیکا والو ګډون کړی و.
پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګوني وویل چې د مرکز ښرنې تفریحي پارک که څه هم پخوا جوړ شوی خو په وینا یې په ډېرو برخو کې ستونزې لري چې په بیا ترمیم سره به یې یادې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي ارګوني زیاته کړه، د پارک د ترمیم له چارو به په خپل وخت سمه څارنه کیږي څو چارې یې د قرارداد مطابق په اساسي شکل ترسره شي.
پکتیکا مرستیال والي دغه راز وایي، هڅه به وکړي چې یاد پارک تر اساسي ترمیم وروسته خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړي څو له یوې خوا د ښاروالۍ ریاست عواید زیات شي او له بل لوري پارک ښه او منظم وساتل شي.
په همدې حال کې پکتیکا ښاروال انجینر عبدالکریم کټوازی وایي چې یاد پارک د جمهوري ریاست له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ځانګړي کمکي بودیجه رغول کیږي چې چارې به یې د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ښاغلی کټوازی وایي، هڅه به وکړي چې یاد پارک په اساسي شکل ورغوي او د خلکو د هوساینې لپاره یې په یوه ښه دمه ځای بدل کړي.
بل لورته پکتیکا وال د دغه پارک په اساسي جوړېدو خوښي څرګنده وي او وایي چې په ښرنه کې نور پارکونه نه شته او دا به د دوی لپاره د تفریح ترټول بهترین ځای وي.
دوی په خپلو خبرو کې له ولایتي ادرې او ښاروالۍ ریاست څخه غوښتنه کوي چې په یاد پارک کې شته د لوبو لوبغالي دي په خپل ځای پاتې شي.
د یادونې ده، دا به په مرکز ښرنه کې د تفریح لپاره یوازینی تفریحي ځای وي چې تر اساسي ترمیم وروسته به د خلکو یاده اړتیا به ورپوره کوي.
په درناوي
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر