سیف الرحمن شهاب/ پکتیکا –

د پکتیکا ولایت د ملي امنیت اداره وایې، چې ددې ولایت د ګیان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې درې مهم غړي نیولي.

د یادې ادارې لخوا د وري په ۱۰ په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ یې د ګیان ولسوالۍ د (کیڼ کژه) په سېمه کې د ددې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د ولسوال سردار په پټن ځای عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د حقاني شبکې درې غړي نیول شوي،خوخپله سردار په سیمه کې موجود نه ؤ.

د خپرپاڼې په وینا، چې د دې ترڅنګ یې د وسلو یو زیرمتون هم کشف کړی، چې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د امنیتې ځواکونو لاس ته ورغلي.

خبرپاڼه کاږي :((په ترلاسه شویو وسلو اومهماتوکې دیارلس دانې دځان وژونکو حملو واسکټونه، یومیل دهشکه،یومیل زیکویک،پنځلس قبضې آر،پي،جي راکټونه،څلورمیله پیکا،څلوروېشت بکسې ددهشکې مرمۍ،یو ویشت دانۍ ددوه اتیاملي متري توپ سرګلولې،یوشمېرماینونه اوګڼې نورې سپکې اودرنې وسلې شاملې دي.))

په خبرپاڼه کې داهم راغلي چې په یاد زېرمتون کې نهه ټوکه پاکستاني شناختي کارډونه هم موندل شوي دي.

دملي امنیت خبرپاڼه وایې چې نیول شوي وسله وال اوس مهال ترپوښتنو ګروېږنولاندي دي.

کومې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *