د ملي اردو او ملي پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د مټاخان ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال عجب خان چې مستعار نوم یې بلال ده او ورسره ملګری جمالدین د لنډیزو په سیمه کې نن سهار ووژل شول. له وژل شویو کسانو څخه یومیل پیکا،یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورِغلي دي.په یاده پیښه کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
درنښت
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر