پکتیکا

خبریال: اکرم شهاب:

د پکتیکا والي او د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې د وسلوالو طالبانو ترمنځ د عشر په راټولولو اختلافات او ستونزې پیدا شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي د وسلوالو طالبانو ترمنځ په داسي حال کې د اختلافاتو خبر ورکوي، چې له دې وړاندي وسلوالو طالبانو د جلغوزيو له خاوندانو څخه د عشر په نوم په لسګونو ملیونه افغانۍ ټولې کړي دي.

د سروضې ولسوالۍ د مارزکو کلي اوسېدونکي شبیر مارزک په دې اړه تاند ته وویل، عشر د وسلوالو طالبانو له مهمو عایداتي سرچینو بلل کېږي چې هر کال په لسګونه میلیونه افغانۍ له دې لارې لاسته راوړي.

سرچینې زیاته کړه، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې وسلوالو طالبانو د سروضې ولسوالۍ له اړوندو غرونو، چې ډېری یې په جلغوزیو پوښلي دي، د ۴ میلیون افغانیو په شاوخوا کې عشر ټول کړ.

هغه وایي، ولسونه ځکه وسلوالو طالبانو ته عشر ورکوي چې دغه غرنۍ سیمې د وسلوالو طالبانو تر واک لاندي دي او خلک له وېرې وسلوالو طالبانو ته د جلغوزیو عشر ورکوي.

د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي حنیف ګوملوال تاند ته وویل، په دې ورستیو کې د جلغوزیو د عشر ټولولو پر سر د وسلوالو طالبانو ترمنځ مخالفتونه راپورته شوي دي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت تاند ته وویل، په دې ولایت کې د مخالفو وسلوالو طالبانو یوه لویه مالي سرچینه د جلغوزیو د عشر دی، چې دوی یې د ځینو غرنیو سیمو له ولسونو څخه د جلغوزیو په وخت کې اخلي او خلک د مجبوریت له مخي د دې لپاره عشر ورکوي چې په ناامنه غرنیو سیمو کې د جلغوزیو عاید ترلاسه کړي.

وحدت وايي، د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مخالفو ولسوالو طالبانو ډلې له کابو ۱۱ میاشتو راهیسي په خپل منځ کې د عشر پر سر جنجال لري او د دوی د مشرانو له لوري یادو سیمو ته د عشر د ترلاسه کولو لپاره نوې کسان رالېږل شوي چې د دوی ترمنځ د بې باورۍ له امله مخالفتونه ختم کړي.

د پکتیکا د والي په وینا د وسلوالو طالبانو ترمنځ د عشر پر سر مخالفوته دا په ګوته کوي چې د دوی مبارزه یوازي د خپلو ګټو او مالي منابعو لپاره ده او بل هیڅ کوم ځانګړی هدف نه لري.

والي وايي، په دې برخه کې له ولسونو سره غږېدلی څو د وسلوالو طالبانو د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

پکتیکا د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډيری ولسوالۍ يې غرونه لري او غرونه يې د جلغوزيو په ونو پوښل شوي دې خو ډېر ځلي دا ونې په بې رحمۍ وهل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *