د دوشنبې په ورځ د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې لس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې ټول ټال پرې شپاړلس مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا مرستیال والي انجینر شېربادشاه ارګوني، د بېلابېلو ادارو استازو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیستي وه.
پکتیکا مرستیال والي انجینر شېربادشاه ارګوني وویل، پخوا ورته کارونه د ملي پیوستون پروګرام له لارې ترسره کېدل خو زیاتوي چې اوس دغه لړۍ د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې په ډېر اساسي شکل ترسره کیږي.
ښاغلی ارګونی د ولسي تړون پروګرام په ګټو وغږېده او زیاته یې کړه چې ددې پروګرام له لارې د ولس اساسي اړتیاوې په ګوته کیږي، ددوی په خوښه او همکارۍ بېلابېلې ګټورې پروژې پلي کیږي.
پکتیکا مرستیال والي له خلکو وغوښتل چې د ورته پروژو د تطبیق په برخه کې خپله همکاري جاري وساتي او هڅه دې وکړي چې د دوامداره نظارت له مخې پروژې په لوړ کیفیت ترسره شي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سرپرست انجینر مؤمن وایي، په مرکز ښرنه کې د ۹۴ انکشافي شوره ګانو سره کار کوي چې له ډلې یې ۱۰ شوره ګانو خپلې پروژې بشپړې او نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې کانالونه، محافظوي دیوالونه او د پاکو اوبو څاه ګانې شاملې دي چې ټول ټال پرې شپاړلس مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
بل لورته د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې یو تن قومي مشر ملک پاچاه خان وایي یادې پروژې ولسونو د خپلو اړتیاوو له مخې ټاکلي او په خپله یې د ولس له لوري په لوړ کیفیت کارونه ترسره شوي دي.
دده په خبره، ولس له دولت سره په هره برخه کې همکاره دی او هڅه به وکړي چې د ورته نورو پروژو کارونه هم په سم ډول تطبیق کړي.
د یادونې ده، ولسي تړون پروګرام د پکتیکا مرکز ښرنې ترڅنګ په یحی خېلو، جاني خېلو او سرروضه ولسوالیو کې عملآ پیل شوی او ټاکل شوي چې یاد پروګرام د خپل مؤثریت له مخې نورو سیمو ته هم وغځول شي.
سلامونه شی چاری هیله لرم چی پکتیکا ته شه ډاډمن خدمت وکړی