په پکتیکا ولایت کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د تذکرو د وېش لړۍ د مرستیال والي عطاالله فضلي له خوا د پټۍ په پریکولو سره رسمآ پیل شوه.

پکتيکا مرستیال وایي دا تذکرې به هغه چا ته ورکول کیږي چې اتلس کلنۍ ته رسیدلي وي تر څو په راتلوونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

ښاغلي فضلي وویل د تذکرو دا لړۍ به د مرکز ښرنې په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په ټولو ولسوالیو کې پلي شي او هغه چا ته به تذکرې ورکړل شي چې له دې وړاندې یې تذکرې نه لرلې.

د پکتیکا ولایت د ثبت احوالو نفوس مدیر انور خان ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په هره سیمه کې به ددوی مامورین په منظم ډول تذکرې وویشي او په وینا یې دا پروسه به په بریا سره پای ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د ولسوالیو او ولسي جرګې لپاره تېره ورځ د نوم لیکنې پروسه رسمآ پیل شوه.

.د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *