محمد اکرم شهاب \ کب ۲۷ مه ،
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو ماشوم ته د دوه څاڅکو په ورکولو سره د پولیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین رسمآ پیل کړ.
د پکتیکا والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین خپلو ماشومانو ته ورکړي او د عامي روغتیا د پولیوواکسین له کارکوونکو سره په دې برخه کې تر خپله وسه همکاري وکړي.
دده په خبره، د پولیو واکسینو تطبیق کوونکی ټېم تل هڅه کوي چې د پکتیکا هرې سیمې ته د پولیو ضد واکسین ورسوي او ماشومان واکسین کړي.
په ورته مهال د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل وایي چې د پولیو پر وړاندې د واکسینو تطبیق کوونکی ټیم یې چمتو دی چې له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
نوموړی له خلکو په ځانګړې ډول له دیني عالمانو او قومي مخورو غواړي چې په دې برخه کې ورسره اړینه همکاري ترسره کړي.
دیاد کمپاین په ترڅ کې به د پکتیکا (یو لک اووه نوي زره) هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالونو کم وي واکسین شي
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې د روان میلادي کال ترپایله په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ محوه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د غه واکسین هیڅ تطبیق شوي نه دي.
په تېر زېږديز کال کې د پولیو ډېرې مثبتې پېښې هم پر همدې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وي.