خبریال: ظفر باوري : شرنه ۱۴/۰۲/۱۳۹۴
د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خنګلې په سیمه کې د طبیعي ځنګل په سر د ۴ قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه قومي شخړه پای ته ورسېده.
د پکتییکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د خنګلې په سیمه کې په طبیعي ځنګل باندې د ۴ قومونو اسماعیل خیلو، روجیخیلو، هلال خیل او خوازو خیلو ترمنځ اویا ۷۰ کلنه پخوانۍ شخړه د دې ولسوالۍ د ولسوال امنیتي ځواکونو، دیني علماوو او قومي مخورو په هڅو او کوششونو سره هواره او حل کړای شوه .
د ګومل ولسوالۍ ولسوال شایسته خان وایي چې دغه پخوانۍ شخړه یي د دولتي ځواکونو، دینی عالمانو او قومي مشرانو په مرسته حل کړه ، د نوموړي په قول دغه شخړه له شاوخوا ۷۰ کلونو راپه دې خوا د نوموړو قومونو ترمنځ روانه وه او د دیرشو کسانو د مړیني سبب ګرځیدلې وه.
د ښایسته خان ږغ
د نوموړي په وینا هرکال به په دغه سیمه کې په میلیونونو افغانۍ ځنګلنو ته تاوان رسیده.
د ګومل ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوي بازمحمد هم ددې شخړې پرسر باندې د شاوخوا ۳۰ تنو د وژل کیدو خبره کوي ، دی د پریکړې هرکلی کوي او وایي چې ۴ واړه قومونه به دولت ته ژمن وي تر څو په راتلونکي کي د ځنګل ساتنه د خپل کور په شان وکړي .
یو بل تن قومي مشرحاجي شهباز د نوموړي شخړې په حل کې د دولت او په خاصه توګه د دې ولسوالۍ د ولسوال څخه مننه وکړه او ویی ویل چې له پریکړې په شخړه ښکیل څلور واړه قومونه خوښ او خوشحاله دي.
دا په داسې حال کې ده چې پکتیکا هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چيرته چې د ځمکو او طبعي ځنګلونو پر سر پکې د قومونو تر منځ دعوې او شخړې کیږي چې ډیری وخت د مړګ ژوبلو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي .