پکتیکا

د شنبې په ورځ د ښځو پر وړاندي د تاو تریخوالي د مخنیوي په موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلينو، قومي مخورو، خويندو، ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو برخه لرله.

مرستیال والي وویل، څرنګه چې ټولنه د نارينه او ښځينه وو ګډه مجموعه او د ټولنې په بهبود او پرمختګ کې د دوي شتون او هڅې حتمي دي نو په دې اساس د اسلام سپېڅلي دين هم دغو دواړو طبقو ته ځانګړي حقوق ورکړي او يو بل يې د دغو حقونو په رعايت او پلي کولو مکلف ګرځولي دي.

فضلي وویل په پکتیکا کې د ښځو حقوقو ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره شوي او په هره برخه کې ورته ورځ تربلې د سهولتونو زمینې برابریږي.

نوموړي دغه راز په ولسونو او دیني علماوو غږ وکړ چې په ټولنه کې د ښځو د تاوتریخوالي په موخه عامه پوهاوی وکړي څو ښځې له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئیسه بي بي حوا خوشیوال وایي، په پکتیکا کې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کچه راکمه شوې خو زیاتوي چې بدبختانه په افغاني ټولنه کې وخت ناوخت د ښځو حقوق تر پښو لاندې کيږي چې په پايله کې يې کورنی ژوند نا منظم او ګڼې ستونزې رامنځ ته کوي.

خوشیوال دغه راز وویل، په پکتیکا کې یې د تیر یوه کال په اوږدو کې دوه څلوېښت قضیې له عدلیي او قضایي ارګانونو پرته د ولسونو په مرسته حل کړې دي.

بلخوا بیا مدني فعالان وایي، چې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي کموالی او له زده کړو لرې والی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده علتونه دي.

دوی د کورنیو په مشرانو او دیني عالمانو غږ وکړ چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په پکتیکا کې د ځایي ادارې او ولس په مرسته وخت نا وخت بېلابېل پروګرامونه ترسره کیږي څو د ښځو د ژوند ښه والي ته زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *