د کرهڼي مسلکي لیسي نوي جوړه شوي ودانۍ د پکتیکا والي امین الله شارق،د ولایتي شورا رئیس افسرخان سلیمان خیل، د ملي امنیت رئیس برید جنرال نیازمحمد نیازمن،د پوهني رئیس ښوویالی کوچی ځاځي د اطلاعات او فرهنګ رئیس محمد بشیر محمدي او د ښځو چارو رئیسي بي بي حوا خوشیوال لخوا د پټۍ په پریکولو سره نن رسما پرانستل شوه.

ښاغلي شارق د کرني مسلکی لیسي د ودانۍ مبارکې ټولو پکتیکاوالو او په ځانګړي توګه ددې لیسې زده کوونکو ته وویله،ښاغلي شارق زده کوونکو ته د خبرو پرمهال وویل لدې ورسته به مو د درسي بهیر په برخه کې کڼي ستونزي حل شي ،پکتیکا یو کرنیز ولایت ده داچې له خپلو ځمکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړو باید مسلکي بزګران ولرو او دا تاسو یاست چې بزګران به روزي او د حاصلاتو کچه به لوړي.ده وویل د ښوونکي او زده کوونکي یو ساعت غیرحاضري نشم زغملی د لیسې ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د تدریسي چارو د لا بهبود لپاره هڅې وکړي او د ودانۍ ښه ساتنه وکړي،ښاغلی شارق وویل په یاده دوه پوړیزه ودانۍ ۱۷،۳ میلونو افغانۍ لګښت راغلی چې د رغیدو چارې یې د تل ودان ساختماني شرکت پرغاړه وي چې د یو کال په اوږدو کې بشپړي شوي.

ښاغلي شارق د کرهڼي مسلکي لیسې د بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *