پکتیکا

پکتیکا ولایت د سلیمان غر په غیږ کې پروت یو لرغونۍ، غرنۍ او سرحدي ولایت دی،  چې مساحت یې تقریبا ۳۶۳۶۰ کیلو متر مربع دی چې ګڼ شمیر اوسیدونکي لري مرکز یې شرنه ده نوموړی ولایت ۱۸ رسمي او ۴ غیرې رسمي ولسوالۍ لري چې د پاکستان  هيواد سره تقریبا ۳۶۵ کیلو متره اوږده پوله لري.

په تیرو وختونو کې په کلتوري برخه داطلاعاتو او فرهنګ ریاست کړنې  تر یوې اندازي خلکو ته دقناعت وړ وي دپکتیکا په نوم مجله او دښرني په نوم جریده یې له چاپه راوتلي دولایت په کچه  د پرمختګونو ادبي او ټولنیزو موضوعاتو په هکله به په کې مطا لب خپریدل ددې سربیره به له فرهنګیانو سره ناستي کیدي فرهنګیان او ادیبان به هڅول کیدل تر څو په کلتوري برخه کې زیات کار وشي.

پکتیکا ولایت  داطلاعاتو وکلتور ریاست اوسني کړنې دنوي  رئیس په  راتګ سره په هیڅ حساب دي د ولایت په کچه په غونډو کې یې رول کمزوری دی هغه ملي او مذهبي ورځي چې لمانځل یې ددغه ریاست دنده ده چې باید لمانځنه یې وکړي ددغه ریاست له لوري دپخوا په شان ندې لمانځل شوي د ریاست مهم رول پکې یوازي دسونډ سیسټم برابر ول او تنظیمول دي.

دښرني په نوم پنځلس ورځنۍ جریده چې په میاشت کې به یو ځل له چاپه راوته د ولایت په کچه مهمې لاسته راوړنې  مالوماتي او ادبي موضوعات به پکې خپریدل دغه جریده به دهیواد ټولو وزارتونو او دنورو ولایتونو داطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته دپکتیکا ځینې ښونځیو، پوهنتون او  ټولو ولسوالیو ته دمطالعي لپاره رسیده چې دولایت په کچه ددولت کړنې  تر خلکو پوري ورسیږي تر څو دولس او دولت تر منځ واټن کم شي  څلور میاشتي کیږي چې  دغه جریده د چاپه پا تې شوي  دنه چاپ کولو دلیل یې دتخصیص نشتون یادوي خو په څلورو میاشتو کې  دغه  ریاست ته د دندي  لپاره چې کوم ريئس راغلی دریش زره افغانۍ یې  د سفریې  په نوم اخیستي چې په  دغه پیسو په تیرو څلورو میاشتو کې څلور ځله جریده چاپیږي.

دتاریخي آبداتو برخه کې دمرکز څخه دباستانشناسی فنې او مسلکې ټيم پکتیکا ولایت ته دتاریخي او باستاني ساحو څخه دلیدني او سروي لپاره سفر کړی تر څو په پکتیکا ولایت کې دامکان تر حده تاریخي آبدي ورغول شي دیاد ټيم  دسروي وروسته ددوو(۲)  تاریخي آبدو دروغو لو په هکله له رئیس سره خبري شوي  درغولو لپاره موافقې ته نه دې رسیدلي لامل یې مالوم نه دی چې په دغه وروسته پاتې ولایت کې دتاریخي آبدي ولي ونه رغول شي .

پکتیکا ولایت ته داطلاعاتو او فرهنګ ریاست درئیس په توګه د وزارت له لوري  داسي یو کس رالیږل کیږي  چې د اوس عصر له تکنالوژی سره هیڅ بلتیا ونلري څنګه به وکولی شي، چې د پکتیکا ولایت  ته په  کلتوري برخه کې څومره چې لازم وي کار وکړی شي  دیاد ریاست په کارې برخه کې الکترونېکې او ټولنیزې رسنی ډيري  مهمې  دي  ځکه ددغه  ریاست دنده ده تر څو د اولس او خلکو په فکرې رغونه کې دټولنیزو رسنیو له لارې خپل مسؤلیت ادا کړي .

په مرکز کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري دګردشګرۍ او کلنیو کړنو دارزوني  په هکله  سیمنار دایریږي دوزارت له لوري دغه سمنیارته  دخبراوي په موخه ټولو ولایتونو ته مکتوبونه دایمل ادرس له لاري لیږل کیږي خوپه یاد ولایت کې داطلاعاتو او فرهنک ریاست رئیس خپل ایمل ادرس هم نلري دکوم بل چا په واسطه دسیمنار دجوړدو څخه خبریږي،  چې دګردشګری او کلنیو کړنو په هکله سیمناردایر شوی په پریجېکټور باندې خپل د سلایډونو مالومات په وزارت کې دارزوني کمیټي ته وړاندي کیږي  دپریزنټیشن دجوړولو لپاره یې مامورین موظف شوي تر څو ورته یو ښه کاري راپور برابر کړي، چې په مرکز کې د یاد ریاست د کړنواو لاسته راړنو په اړه مالومات او راپور په سمه توګه وړاندي شي ددغه کار لپاره په کاري دفتر کې برق او نور اړین امکانات هم شتون نه لري دبرق دنشتون له کبله مامورین اړکیږي چې دخپلو شخصي کمپیوټرونو څخه کار واخلي داوسیدو کوټي ته لاړشي کاري راپور ترتیب کړي په داسي حال کې چې دریاست دبرق دماشین لپاره په میاشت کې ۱۵۰ لیتره تیل دمصارفاتو له کود څخه ایستل کیږي، په داسي اداره کې به څنګه  دمامور سره دکار روحیه پیدا شي او په اداره کې به نوښت راوستل شي څنګه به وکولای شي چې  په خپله کارې  برخه کې کار وکړي.

د دځوانانو په برخه کې په تیر وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو لپاره دزده کړو کورسونه دایر شوي وو هغه ځوانان، چې اقتصادي وضیعت یې خراب وو په وړیا توګه زده کړي ورکول کیدي خو دنوي رئیس په راتګ سره دغه ښونیز کوروسونه هم خپل فعالیت بند کړ اوس مهال  دځوانانو لپاره هیڅ کوم فعالیت نه تر ستر ګو کیږي، چې لامل یې په درسي صنف او کاري دفتر کې دبرق نشون دی .

حکومت او اطلاعاتو فرهنګ وزارت د داسي ادارو لپاره، چې هغه ولس ته دفکر جوړولو او تاریخي ارزښتونو د ساتلو په برخه کې کار کوي باید دځوانو قادرونو څخه داسي یو کس چې اولس ته د دولت له لوري په فکري او ټولنیزه برخه کې داسي کار وکړي چې د اولس له ‌ذهن څخه دا غلطې مفکوري لري او بل لور په تاریخي برخه داسي کار وشي چې زموږ تاریخي ارزښتونه وساتل شي.

دځوانانو په برخه کې دومره کار باید وشي تر څو ځوان نسل مو داسي وروزل شي چې په راتلونکې کې دافغانستان په ودانولو کې اغیزمن رول ولوبوي دلته دځوانانو لپاره باید په وړیا توګه ددرس او نورو اغیزمنو پروګرامونو لپاره زمینه مساعده شي،  چې  راتلونکی ځوان نسل  دهیواد په ابادولو او د فساد په مخنیوي  کې له دولت سره همکاري وکړي، چې ځوانان مو له نشه یې توکو په امان کې پاتي شي او ددې جنګ ځپلي هیواد په جوړیدو کې مرسته وکړي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له رهبری څخه  دمدني او فرهنګې ټولنو او ځوانانو غوښتنه داده چې یاد ریاست ته د داسي یو څوک درئیس په توګه په دنده وګومارل شي چې داوسني عصر له تکنالوژی سره پوره بلتیا ولري تر څو په کلتوري برخه کې دې وروسته پاتي ولایت ته دومره کار وکړي لکه په نورو ولایتونو کې په کلتوري او فکري رغونه کې داولس لپاره شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *