سیف الرحمن شهاب /پکتیکا
دپکتیکاوالي وایې،ددې ولایت دارګون ولسوالۍ دګمرک په عوایدوکې دمخکي په پرتله ډېروالی راغلی دی.
انجنیرعبدالکریم متین دوري په ۱۹مه،یوې خبرې ناستې ته دعوایدو د ډېرېدولاملونه دقاچاقي لارو کنټرول اودګمرک په مدیریت کې سمون په ګوته کړل..
نوموړي وویل:((مالیې وزارت موږته د روان مالي کال لپاره د۱۶۰میلیونوافغانیوټارګیت راکړی وو،چې موږپه تېرو څلورو میاشتو کې دغه رقم ټول په لاس راؤړ)).))
والي زیاتوي چې له دې مخکي دوی له یادهدف څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ شاته پاتي وو..
دپکتیکاوالي وایې،اوس مهال دقاچاقي لارودمخنیوي اوکنترول لپاره تدابیرنیول شوي اوهم دقاچاقي موټرو دمخنیوي لپاره پنځه امنیتي پوستې اوچک پاینټونه ځای پرځای شوي دي..
دمتین په خبره چې په دې کارسره به په راتلونکي کلونوکې دعوایدوکچه نوره هم لوړه شي.
ده د ارګون ګمرک ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په دې اداره کې اوس یو ښه مدیریت رامنځ ته شوی او هم په نږدې څلوېښت جریبه ځمکه کې د ودانۍ په جوړولو کار پیل شوی چې په راتلونکوڅو میاشتوکې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
انجنیرمتین دغه را زوایي، چې په روان کال کې به له ښرنې تر انګور اډې دسرک دجوړېدوچارو دپیلېدو اوپه ښارکې دنویو تجارتي مارکېټونو په رامنځ ته کېدو سره ددې ولایت دعوایدو سرچینې نورې هم ډېري شي.
دی ددې ترڅنګ وایې چې اوس مهال یوازي دوه ښاروالۍ لري،او دپکتیکا په اتو نورو ولسوالیو کې هم دښاروالیوڅانګو دجوړېدو وړاندیزشوی دی.
دویلوده چې دپکتیکا د مستوفیت چارواکو هم په تېرو څومیاشتوکې دعوایدو دډېرېدو خبر ورکړی وو