په پکتیکا ولایت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره د اته څلوېښت میلیونه اووه لکه اوولس زره افغانیو په ارزښت وداني جوړیږي.
د یادې پروژې د بنسټ ډبره نن یکشنبه پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېښوده.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، یاده وداني په لوړ معیار او اړتیاوو ته په کتو سره جوړیږي او په خبره یې، ددې ودانۍ په جوړېدو سره به ګڼې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي وحدت وویل، پخوا دوی د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره ځانګړی مناسب ځای نه درلوده خو زیاتوي چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به ټولې اړتیاووې پوره شي.
پکتیکا والي دغه راز وایي چې د یادې پروژې له چارو به پر وخت څارنه کیږي او قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه چې د ودانۍ چارې د قرارداد مطابق په اساسي ډول ترسره کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست رئیس محمد ابراهیم رحماني وایي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره جوړېدونکي وداني به درې پوړیزه ده چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
دده په خبره، یاده وداني به د ۴۷ خونو ترڅنګ ټول اړین سهولته ولري.
د یادونې ده، دا مهال د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې شاوخوا پنځلس ماشومان دي چې عمده ستونزه یې د ودانۍ نشتون دی.
خو د نوې جوړېدونکي ودانۍ په جوړېدو سره به یاده ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر