په پکتیکا ولایت کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندانۍ د خواخوږۍ له مخې د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د یو شمېر طبي وسایلو او دوا مرسته وکړه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې په یاده طبي مرسته کې پنځوس قلمه بېلابېلو ډوله روغتیایي وسایل او دوا شامله ده.

ښاغلي وحدت د ملي اردو له ځواکونو مننه وکړه چې د هېواد ساتنې ترڅنګ د روغتیا له سکتور سره مرسته کوي او د خلکو د ژوند ژغورنې هڅې کوي.

پکتیکا والي وایي، یاد طبي وسایل او دوا به د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې مرکز او د ولسوالیو ټولو روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.


په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د ملي اردو دوهمې پلې لوا قوماندانۍ د کلینک امر جګړن زلمی وایي چې د خپل وس مطابق یې یو شمېر طبي وسایل او دوا یې عامې روغتیا ریاست ته ورکړه.

دده په وینا، هڅه یې دا ده چې د خپلو خلکو لپاره په هره برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کړي او د هېوادوالو د هوساینې لپاره کار وکړي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین د ملي اردو له منسوبینو مننه کوي او زیاتوي چې د طبي وسایلو او دوا په ورکړې سره به یې روغتیایي خدمات لا چټک او ښه شي.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *