خانزاده تراب – پکتیکا

نن د دوشنبې په ورځ ( غبرګولي ۲۵ مه) د کورنیو چارو وزارت له لوري پاسوال (علي مست مهمند) د پکتیکا ولایت لپاره نوی امنیه قومندان په دنده وګمارل شو.

په دې اړه د پکتیکا ولایت په امنیه قومنداني کې تشریفاتي د ښه راغلاست غونډه رابلل شوې وه، چې په کې د پکتیکا ولایت لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قومندان سربیر له کابل نه راغلي پلاوي، د پکتیکا ولایت مرستیا والي عطالله فضلي، د ملکې او نظامې ادارو ریسانو د ولایتي شورا وکیلانو، ژورنالیستانو، او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی ؤ.

د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي نوي امنیه قومندان او ورسره راغلي هییت ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښودله چې د ولسواکې او مکتوبونو په اساس د هرې ادارې لپاره کسان ټاکل کیږې او تبدیلیږي.

فضلي د کورنیو چارو وزارت له لورې د پکتیکا ولایت لپاره د پاسوال علي مست ټاکنه پرځای وبلله او له نوموړي یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وښودله.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا ریس افسرخان سلیمانخیل هم د دغه ولایت لپاره د امنیه قومندان ټاکنه وړ او پرځای ګام وباله، له کابل څخه راغلي هییت او نوي امنیه قومندان څخه یې غوښتنه وکړه چې د نظامې ادارو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ دې بشپړه همغږي رامنځته کړي ترڅو د امنیت په راوستلو کې په ګډه سره کار وکړي.

نوموړي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پکتیکا ولایت یو سرحدي او پراخ ولایت دی، دغه ولایت ته دي توجه وکړې، او د ځواکونو لپاره یې شته امکانات کافې نه دي، لازم تجهیزات دي په لاس کې ورکړي ترڅو ددغه ناامنه ولایت امنیت خوندي شي.

له کابل څخه راغلي هییت د خاصې قطعې عمومې قومندان (پاسوال اسدالله شیرزاد) د پکتیکا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونو په بشپړه پیاوړتیا د هیواد او خلکو ساتني ته ملا تړلې او هیچا ته به اجازه ورنکړې تر څو په دغه خاوره کې خپل شوم اهداف پلي کړي.

شیرزاد د پکتیکا ولایت لپاره نوی ټاکل شوی امنیه قومندان وړ، با استعداده او په نظامې چارو کې د ښې تجربې خاوند وباله، او له هغه څخه یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د پکتیکا د ولس لپاره په اخلاص سره کار وکړي.

ورپسې د پکتیکا ولایت لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قومندان پاسوال علي مست پکتیکا والو ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان سره به د خپلو خلکو امنیت ساتي او په هر ځای کې به د هغوی ستونزو ته رسیدګې کوي.

مومند د ولایتي شورا د هغو اندیشنو په ځواب کې چې ګواکې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي شتون نه لري وویل، چې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ترمنځ به بشپړه همغږي رامنځ ته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده برخه کې به خپله هیڅ وړتیا او تجربې ونسپموم او د خپلو خلکو او ولس د خدمت لپاره به له هري قانوني لاري څخه کار واخلم.

پاسوال علي مست مومند د پکتیکا له خلکو، ملکې او نیظامي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې ورسره هکاري وکړي ترڅو شته ستونزي له منځه ولاړي شې، او خلکو ته لازم خدمات وړاندي کړي.

د یادولو وړ دی چې د نوي حکومت په منځته راتلو سره پکتیکا ولایت امنیه قومندان نه درلود او چاري یې د سرپرست امنیه قومندان له خوا پرمخ وړل کیدې، چې د خلکو په وینا په همدې سبب یې امنیت ټکنی بلل کیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *