خبریال: خبریال ظفر باوري – د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو، ځوانانو او ګڼ شمیر اوسیدونکو د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای د پخواني مشر جنرال حمیدګل د مړینې په خوشحالۍ او د کابل د علماوو د هغې پریکړې په ملاتړ، چې د پاکستان پرخلاف جهاد روا دی، سولییزه لاریون او جشن وکړ.
لاریون کوونکو د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حمید ګل د افغانستان د بربادولو لارښود او بنسټ ایښودونکی وباله، ویې ویل چې جنرال حمیدګل هغه څوک دی چې په افغانستان کې یې بې ګناه افغانان وژلي او له هغو ډلو ټپلو سره چې افغانستان یې برباد کړی، په مرسته کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې ده .
په دې اړه مدني فعال محمدالله همتیار وویل:
«لاریون کوونکو د افغانستان د علماوو د هغې پریکړې ملاتړ هم وکړ چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان پرخلاف د جهاد فتوا ورکړه.»
د لاریون یوه بل ګډونوال اسمعیل هم د جنرال حمید ګل په مړینه خوښي وښوده او ویې ویل: «جنرال حمید ګل هغه څوک وو چې په افغانستان کې یې جنګي ډلې حوړې کړې څو افغانستان ورباندې وران کړي.
د پاکستان د څارګرې ادارې ISI پخوانى مشر حميدګل وړمه شپه د ۸۰ کلونو په عمر د مغزي سکتې له کبله مړ شو.
حميدګل ته د پاکستان د هغې ستراتيژۍ پلار وایي چې له مخې يې پاکستان په هند او افغانستان کې د سخت دریځو په مرسته نیابتي جګړه پیل کړه.
حميدګل چې له ١٩٨٧ تر ١٩٨٩م کلونو پورې د ISI مشر و، د ٩٠يمې زیږدیزي لسيزې په لومړيو کې د وسلوالو طالبانو په ايجاد کې کليدي رول درلوده.
حمیدګل د 1936 میلادی کال د نوامبر په 20 د پنجاب د سرګودی په ولسوالی کی زیږیدلی و چی د 2015 کال د اګست په 15 له دی نړۍ نه د تل لپاره سترګی پټی کړی او د جهنم په لوری روان شو. د حمیدګل پلار محمدخان پنجابی و چی د خپل زوی له برکته به هغه هم په دوزخ کی پروی وی. د حمیدګل ټول ژوند د شیطان په ملګرتیا کی تیر شو او تر وروستۍ سلګۍ پوری یی له انسان وژلو ، د خلکو له بی عزته کولو او هر هغه عمل چی د یومسلمان د اذیت سبب کیده ، خوند اخیست.
د هغه په خپل قول نوموړی د جلال آباد د جنګ اصلی طراح، د مجاهدینو د حکومت د جوړولو مخترع ، د احمد شاه مسعود او استاد ربانی سیاسی – نظامی مشاور ، د ټالبانو معنوی پلار ، د افغانانو قاتل د مسلمانانو ترمنځ د تفرقی اچونکی او … هغه القاب دی چی د دوزخ اورلړونکی حمیدګل ته منسوب دی. له همدی امله افغانان د دی ممسک چنګیزی عادت لرونکی او فرعون صفته انسان په مرګ خوشحاله دی.
الهی هر هغه څوک چی د دی چنګیز ، ابولهب صفته انسان له لاسه آزار شوی وی دهغوی انتقام له دی تورمخی پنجابی او د هغوی له مشرانو ، ملګرو او پیروانو نه واخلی او هر هغه څوک چی غواړی د هغه د لاری پیروی وکړی ډیر ژر یی د افغانانو له سره کم کړی، آمین یا منتقمِ
سلامونه او نیکی هیلی : ای سپینو پکتیاوالو ستاسو د الله په نیکی سره مل شی تاسو خو ددی لعین په مړینه خوشحالی څرګنده کړله خو پام مو وی چه دغه لعین زموږ په هیواد کی ډیر روزلی واړه لعینان شاګردان لری ، ستاسو له جهادی مشرانو رانیولی بیا ترزیاتره لوړ پوړو دولتی کارمندانو بوری، زه فکر کوم چه دوی به حتمن دا انتقام له تاسو څخه اخلی . خدای ناخواسته په تاسو به یو دنیوی محشر جوړوی. ددی لوی لعین واړه شاګردان دده لپاره د تهجد نمونځونه کوی او تاسو یی په مرګ ډولونه وهی او اتنونه کوی. خو کاشکی په هغه اتڼ کی زه هم وای چه ددې لعنتی انسان د مرګ په خوشحالی کی می ښې څڼې غورزولی وی. مننه
استغفرالــلــه! مرګ ئې هیر وو
جاوسوس حمید ګل دومره بخیل ،قاتل سړی وولا خاوروته نه ووسپارل شوی چې د پنجاب دکورنیو چارو وزیرکرنیل شجاع خانزاده ئې په خپلو باروتو والــوزاوه۰
ســتــرجا سوس د آ س آ ــ ((: ـــ چې په مونږ کړل واې، واې
وو ظــالم ګــیــدړ ریــس ــ ((: ـــ دشیـطان په څـیـر ابیلــــــس
یومضرجاوسوس جنرال ـــ ((: ـــ وه خوراک ئې لــــرئ، دال
دده هـیــله ســوزول وو ـــ )): ـــ دا ښایسته ښار دکابــــل وو
دباروتو ستر معــد ن ووـــ)): ـــ دافغـــان ولس دښمـــــن وو
دډاکــټــروهــلې، ځــلې ـــ ((: ـــ دجــنــرال سـا تـې وتـــــلــې
خوږه لـــور دحمیــــــد ګل ـــ ((: ـــ چې نومیږي اسـمــــأ ګـل
هسپتال کې په ژړا شــــوه ((: دپلار مرګ ته وارخطـــا شوه
دابک ماغزه ئې مړه شول ((: تور لحد ته ئې نن وړه شــول
په مري کې به خښیږي ــ ((: ــ سترزیارت به ترې جوړیږي