پکتیکا والي محمدالیاس وحدت تېره شپه له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو ستونزې او غوښتنې یې واوریدې، زندانیانو یو شمېر ستونزې او غوښتنې لرلې چې د هواري لپاره يې له والي صاحب د ځانګړې توجه غوښتننه کوله، پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ورسره ژمنه وکړه چې ستونزو او غوښتنو ته به یې حل لارې پیدا کوي او په هر ډول چې وي اسانتياوې به ورته برابرې کړي.
نن دووشنبه د ورځې پرمهال پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ملکي او نظامي مسوولینو سره یو ځای زندان ته ورغی او له دوی سره یې کړې ژمنه پوره کړه.
په یادو توکو کې چپل، سطلونه، ګيلاسونه، صابون، فرش خوشبويي، ټاټونه کپلې او د حمامونو لپاره ټول اړین توکي شامل و.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له زندانیانو غوښتنه وکړه چې په زندان کې هسې وخت له لاسه مه ورکوئ هڅه وکړئ تر څو دیني یا د عصري علومو زده کړې وکړئ که دا مو له وسه نه کیږي داسې مناسب کسبونه پکې زده کړی چې په راتلوونکي کې مو په درد وخوري.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر