د پکتیکا سلګونه قومي مشرانو د شنبې په ورځ د یوې پراخې غونډې پرمهال د ملي یوالي له حکومت نه خپل غوڅ ملاتړ او ننګه وکړه.
قومي مخور وایي، د اوسني حکومت بدیل نشته نو دوی یې هم ترڅنګ ولاړ دي او ګام په ګام یې حمایه کوي.
مراسمو ته د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت معین محمدیعقوب احمدزی او ورسره پلاوی له مرکز کابل څخه راغلي وو.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د مراسمو پرانیستونکي وینا وکړه او د راغلي پلاوي ترڅنګ یې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
پکتیکا والي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له پلاوي مننه وکړه چې د پکتیکا والو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه یې دې ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي وحدت دغه راز د قومي مشرانو او ځوانانو د وطن دوستۍ احساس وستایه او دوی یې وهڅول چې د تېر په څېر ورسره خپله همکاري جاري وساتي.
په همدې حال کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت معین محمد یعقوب احمدزي له دولت نه د پکتیکاوالو ملاتړ وستایه او زیاته یې کړه چې د همدې مخورو په ملاتړ سره به افغان دولت خپل پروګرامونه په ښه شان سره پلي کوي.
نوموړي دغه راز د خپل وزارت په چوکاټ کې د پکتیکا لپاره یو شمېر مهم پروګرامونه یاد کړل او زیاته یې کړه چې د پلې کېدو لپاره یې چټک کار روان دی.
بل لورته د پکتیکا قومي مشران وایي، د سر په بیه له خپل حکومت، امنیتي ځواکونو او خاورې دفاع کوي.
دوی وایي، د ملي یوالي حکومت ټول پروګرامونه د هېواد جوړونې او ثبات د تآمین په برخه کې اغېز من دي او دوی ترې خوښ دي.
د یادونې ده، له دې وړاندې هم د پکتیکا ولسونو د ملي یوالي حکومت د لاسته راوړنې د پراخو غونډو او مطبوعاتي کنفرانسونو په ترڅ کې ستایلي او له دولت نه یې پراخ ملاتړ څرګند کړی.درنښت
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر