خبریال : ظفر باوري پکتیکا ۱۶/۱۰/۱۳۹۴

تیره ورځ په ارګون ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ د قومي شورا یو غړی چې احمدي نومیده د وسلوالو لخوا وژل شوی دی .

د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخیل پیښه تاییدوي او وایي چې نوموړی وسلوالو مخالفینو وژلی او دوی یې وژنه په کلکو ټکو غندي .

پیرخیل وایي وسلوالو طالبانو اوس د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی نو ځکه غواړي چې په دا ډول کړنو سره د خلکو په منځ کې ویره رامنځ ته کړي

د پیرخیل په قول دوی امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د احمدي قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري .

د ارګون ولسوالۍ د قومي شورا یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخستل شي د احمدي مړینه د دولت د دښمنانو کار وباله او ویې ویل چې احمدي یو نیک او خدمتګاره انسان وو .

د نورعلي په نامه د سیمي یو اوسیدونکی بیا وایي چې طالبانو نوموړی قومي مشر یوه نامعلوم ځای ته ورغوښتی وو او هلته یې وژلی دی .

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د ارګون ولسوالۍ د قومي شورا دوه تنه غړي عجب او عالم خان هم د وسلوالو له لورې وژل شوي وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *