خانزاده ( تراب)/ پکتیکا

نن د یک شنبې په ورځ له مرکز کابل څخه څلور کسیز پلاوی دپکتیکا ولایت د اداري چارو د ارزیابي په موخه دغه ولایت ته راورسید.

دغه څلور کسیز پلاوی چې پکې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال (ډګر جنرال اکرام الدین یاور) په مشري د سیمه ایزو ارګانونو، ملي امنیت، او دفاع وزارت استازي ګډون لري په درۍ ورځني سفر دغه ولایت ته راغی.

ډګر جنرال اکرام الدین یاور ژورنالستانو ته په خبرو کې وویل چې دغه پلاوی د پکتیکا ولایت د ستونزو راټولو لو او ارزیابي په موخه نوموړي ولایت ته راغلی.

یاور وویل چې تر هغو به په دغه ولایت کې پاته شې تر څو ټولي ستونزي او مشکلات راټول کړي او د حل لاري ورته ولټوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیات ټینګار په امنیتي او نظامي برخو وکړ او زیاته یې کړه چې د نظامي کسانو ستونزي او مشکلات به په ډیر دقت راټول او ورته به د حل لاري په پیداکولو غور وکړي.

د پکتیکا والي انجنیر عبدالکریم متین هم یاد څلور کسیز پلاوي ته هرکلی ووایه او ورنه مننه یې وکړه چې ددغه ولایت د ستونزو د حل په موغه یې دغه ولایت ته ځانونه را ورسول.

متین له یاد پلاوي سره خپل مشکلات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې د دهَ له راتګ وړاندي په پکتیکا ولایت کې زیاتي ستونزي پرتې وې، نوموړي وویل : ((کله چې په لومړي ځل دغه ولایت ته راغلم ستونزي ډیري زیاتي وې، پخپله د والي په دفتر کې مشکلات موجود وؤ، انټرنیټ مو نه درلود، او د مامورینو ظرفیت ټیټ وؤ.))

عبدالکریم متین د ولسوالیو وضیعت هم خراب وباله د روغتیا او معارف په برخه کې یې شته مشکلاتو باندي هم مفصلي خبري وکړې.

دغه څلور کسیز پلاوی په داسي حال کې د پکتیکا ولایت ته سفر کوي چې څو اونۍ وړاندي د پکتیکا والي انجنیر عبدالکریم متین هم ددغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ټولي ستونزي ارزیابي او ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندي کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *