د پکتیکا ولایت د هیواد په جنوب ختیځ کی پروت دی. د سیمی د لویی برخی ارضی میلان یی له شمال څخه د جنوب خواته دی.د ولایت ختیځه نیمه خوا په طبعی ځنگلونو پټو غرونو پوښلی، خو لویدیځه نیمه خوا یی (د کټواز سیمه) بیا د غرونو د سلسلو تر منځ یوه هواره سیمه ده چی په جنوبی سرکی تنگ مرتفعات او شمالی خوا یی پراخه هواره سیمه جوړوی. د غرونو دوه لوړی څوکی ، چی دواړه یی په یوه نوم “د غومبر خولی” په نوم یادیژی یو بل ته مخامخ، یوه د سروضی او بله د اومنی په ولسوالی کی واقع دی، چی جگوالی یی تر 3300 متره زیات دی. د پکتیکا، گومل، اورگون او د کټواز نومونو څرک د تاریخ په اوږدو کی حتی د ریگویدا تر سرودونو پوری رسیږی، چی دا څرگندوی چی دغه سیمی به د زړو اریایانو د موسمی اوسیدو میلی، څړځایونه او د مهاجرتونو لاری وی.

په لاندی پاڼو کی د پکتیکا د ولایت د ځینو تاریخی سیمو، نومونواو مشاهیرو په هکله غږیږو، تر څو له یوی خوا مو ددغی سیمی او خلکو په نسبت خپل علمی حق ادا کړی وی او له بلی خوا مو د دغی سیمی او نوم ورکی ولس د پیژندنی په هکله یو څه کړی وی.

د «برمل، زرمل ، فرمل او ګومل» د یوه ولسی کیسه ایز روایت له مخی، لومړی دری وروڼه او یوه یی خور وه، چی هر یو یی د زرمل (اوسنی زرمت)، فرمل (اوسنی اورګون)، برمل او ګومل په سیمو کی میشت شوی وو او له دغه ځایه دغه سیمی په دغو نومونو شهرت لری. د پکتیکا په سیمه کی مختلف قومونه، لکه وزیر، ځدراڼ، سلیمانځی، سیدان، پیرکوتیی، دیګان، اندړ او نور میشت دی چی لویی قبیلی یی خروټی او سلیمانخیل دی. داسی ښکاری چی اکثریت دغه قبیلی چی کله له خپل اصلی ټاټوبی، یعنی د غور له سیمی، څخه را کوچیدلی وو نو کوچیانی ژوند یی درلود چی د و خت په تیریدو سره د پکتیکا په سیمه کی داسی میشت شوی چی د ولایت په ختيځه غرنی برخه کی خروټی او نور قامونه او په لویدیځه هواره سیمه کی یی د سلیمانخیلو قامونه میشت شوی دی.

د گومل سیمه چی اوسمهال یی چاته نوم هم نه ده یاد، خو په مختلفو تاریخی روایاتو یی څرک ترلری لیدل کیږی. په ریگویدی سرودونو کی د “گوماتی” د سند په غاړه د اریایی قبیلو تر منځ د جگړی یادونه شوی او د محقیقینو په نظردغه د گوماتی سند همدغه د گومل د سند تاریخی نوم دی. د گومل دره د تاریخ په اوږدو کی د خراسان (د اوسنی افغاناستان جنوبی، مرکزی برخی او هلمند د سند حوزه) او دمان (د اټک د سند حوزه) تر منځ د تلو راتلو لاره وه چی لا تر اوسه هم د موسمی کوچیانو د کډو مسیر دی. د «دمان» او «خراسان» نومونه لا تر اوسه هم د سیمی د کوچیانو په خولو کی دی او په همدغه پورته یاد شویو سیمو باندی یی اطلاق کیږی. داسی ښکاری چی د سلطان محمود غزنوی لښکری هم د گومل د دری له لاری هند ته تلی او راتلی. لکه چی په یوه تاریخی لنډی کی یی داسی یادونه راغلی ده:

که د خانو لښکری راغلی زه به گومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

ملک خانو چی اصلی نوم یی خان محمد وو، د سلطان محمود غزنوی په لښکرو کی د غلجیو د یوه لښکر مشر او د خپلی میړانی له لاری یی داسی شهرت موندلی وو چه پیغلو به په لنډیوی کی یاداوو . د ګومل نوم په ډیرو متلونو او ولسی کیسو کی هم یاد شوی وی، مثلآ دا متل چی ” اوبه د ژوب نوم د گوملی” د دی حقیقت بیانوونکی دی چی ګومل په تاریخ کی هم د سیمی له ډیرو مشهورو نومونه څخه وو. دا متل چی “تر وزلی ورور پری ایښی گومل ښه ده” هم مختلف تعبیرونه لری.

د گومل دره تر ډیره پوری په طبعی ونو نیمه پوښلی غرونو، چی په ځینو سیمو کی گڼ او نور یی بیا ډیر یوه دوی دی، تشکیلوی او داسی ښکاری چی له طبیعی زیرمو څخه ډک وی. یو مثال یی هغه تور رنګه ډبری دی چی اور اخلی او په غالب گومان به د ډبرو د سکرو کوم ډیر اوم شکل وی. همدا راز د سلفری مرکباتو د زیرمو د موجودیت ځینی نښی هم پکی ښکاری. خاوره یی ډیره حاصل خیزه او هوا یی د باغونو او میوه دارو ونو لپاره ډیره مناسبه اوښه ده. دا چی څوک نه دی ورغلی او هیچا هم هیڅ ډول څیړنی او مطالعات ندی پکی کړی، نو هر څه یوازی د سیمی د ظاهری وضعی له مخی ویل کیدای شی.

د اورگون نوم او سیمه هم یواوږد تاریخ لری، چی یادونه یی د ریگویدا تر سرودونو را وروسته په اومه میلادی پیری کی د چینایی زایر او سیاح “هیون تسانگ” په یاداښتونو کی هم راغلی دی. هیون تسانګ، چی زموږ د هیواد ډیری سیمی یی د بودایی معابدواو بودایی دین د مراکزو او دینی زده کړو د تر لاسه کولو لپاره لیدلی وی، د اورګون د سیمی یادونه یی هم پخپلو یاداښټونو کی راوړی ده. هیون تسانګ په خپلو یاداښتونو کی د «اوه رګونه» نوم یاد کړی دی او غالبآ به د اوسنی اورګون په سیمه کی کوم بودایی معبد او مرکز موجود وو چی نوموړی سیاح ور څخه لیدنه کړی وی . د اورگون د نوم په هکله یو شمیر روایات موجود دی چی نورو ژورو څیرنو او مباحثو ته ضرورت لری. ځینی وایی چه د اورگون کلمه د ” اوه رگونو”د کلمی اړول شوی شکل ده، چی معنی یی (اوه) (رگونه) دی. ویل کیږی چی دا چی دا سیمه تر مخکی لاندی داوبو غنی منابع لری او داسی ښکاری لکه چی له اوو خواوو به د غرونو لاندی اوبه دلته سره را ټولیږی، د «اوو رگونو» چی بیا به اورګون شوی وی، په نامه یی شهرت موندلی وی. ځینی بیا وایی چی د اورگون د “هر گوند” له کلیمی سره اړیکه لری او دا ځکه چی مختلفی طایفی پکی اوسیږی.

د کټواز د نوم څرک په لیکلو اثارو کی لږ تر لږه تر لسمی میلادی پیړی پوری لیدل شوی دی . د کټواز سیمی جغرافیوی جوړښټ او نوم ته په کتو سره داسی ښکاری چی د «کټواز» د نوم اصل به له دوو سوچه پښتو کلمو څخه را منځته شوی وی یعنی «کښته خواته فراخه شوی سیمه». د کټواز سیمه هواری برخی لری چی د ختیځ او لویدیځ لخوا د غرونو د لړیو تر منځ پرتی دی، چی دغه ډول ارضی جوړښت یی ددی سبب شوی چی تر مځکی لاندی د اوبو ښی زیرمی و لری. د کټواز په سیمه کی د نفتو زیرمی کشف شوی وی چی په ۱۳۵۰ستمی لسیزی کی یی کومی فرانسوی کمپنی ته د استخراج قرارداد ورکړل شوی وو، عملی نه شو او د شورویانو غوبل هر څه سره ګډ وډ کړل.

د پکتیکا د ولایت مرکز ښرنی په سیمه کی د پتنی د غونډی په نوم د بودایی دوری یو معبد ته ورته غونډی موجوده ده چی، سره لدی چی د معبد کوم اثارپکی ندی پاته، د جوړښت او شکل له مخی ښکاری چی د ګردیز په سیمه کی بالاحصار د غونډی په شان به د زنبیلشاهانو له دوری سره اړیکی لری. ځینی ولسی روایتونه هم د دی خبری اشاری کوی چه دغه غونډی به یو بودایی معبد وو. دغی سیمی ته نژدی د مټاخان په سیمه دی ته ورته دوه نوری غونډی شته چی د ولسی روایاتو په حواله د زمبورکشا هانو په دوری پوری اړه لری. وایی چی د هغه وخت دری خوندی وی چی هری یوی یی په دغو غونډیو باندی خپل محل جوړ کړی او په سیمه یی فرمان روایی کوله . دیته ورته یوه بله غونډی د یوسف خیلو په سیمه کی هم وه چی غالبآ به د دغو دریو غونډیو غوندی اهدافو لپاره او یا د بودایی معبد په نوم ودانه شوی وه. له بده مرغه چی یاده شوی غونډی دری څلور کاله مخکی، ظاهرآ د آمینتی ملحوظاتو له مخی، له مځکی سره داسی هواره شوه چی سره لدی چی د زمانی ترخو یی مقاوت مات کړی نه وو، خو د بی رحمه عسکری بلدورزو په غوغا کی یی چا د ژړا آواز هم وا نه وریده.

د پکتیکا ولایت دری مهمی سرحدی لاری (د وازیخوا له لاری له کویټی سره، د سروبی له لاری له واڼه او دیره اسماعیل خان سره او د اورګون له لاری له میرانشا او پیښور سره) لری چی ګمرکی عایدات یی یو وخت د ولایت ټول مصارف پوره کول او د هیواد د ملی عایداتو لپاره یو مهم عایداتی مدرک کیدای شی. له بده مرغه پدی اخیره لسیزه کی د بی کفایته، مفسدو او وږیو حاکمانو خیټی لا ندی ور باندی ډکی شوی او د تنظیمولو لپاره یی لا کومه اراده هم نه ښکاری. برسیره پردی، داسی ښکاری چی مرکزی حاکمان خو لا ور باندی خبر هم نه دی.

د شورویانو د تهاجم په دوره کی د پکتیکا ولایت د هیواد یوازینی سیمه وه چی موتر رو لاری پکی وی او د هیواد د ټولو خلکو په مخ د بشپړ آمینیت سره، او تر دی زیات، د ولس د بشپړی اسلامی همکاری او مسولیت د احساس سره بی له تعیضه او ازاره د هر چا په مخ خلاصی وی او د هیواد هر وګړی ځان پکی داسی باله لکه په خپل کلی او کور کی چی وی. د مهاجریدونکو وطنوالو، مسافرینو، مجاهیدینو او نورو لپاره د پکتیکا د ولایت لاری د بشپړ امن او د اسلامی او وطنی اخلاقو او اخوت یوه ډیره ښه نمونه وه او ولس بیله هیڅ ډول تبعیض او ازار څخه د ټولو په خدمت کی پوره اخلاص درلود او مسولیت یی باله.

د ولایت اوسیدونکی متدین او د پاکی عقیدی، خو ساده او د سیاسی بصیرت څخه بی برخی خلک دی. د ولس له سپیڅلو او معصومو عقیدوی احساساتو څخه یی دوښمنانو او تر دی زیات کاذبو دوستانو تل ناوړه ګټه اخیستی او ډیر وخت یی سیاسی تجارت ور باندی کړی دی. له بده مرغه د ټیټی تعلیمی سطحی او ټیټ سیاسی بصیرت له وجی ولس لا ور باندی خبر شوی هم نه دی.

د پکتیکا د ولس په ډیرو ناخوالو برسیره چی له باندی، داخل، فاسد حاکمیت، جفاکار او نا اهل قیادتونواو یا د سیاسی تجارانو لخوا د پکتیکا ولس او سیمی ته ور اوښتی دی، د سیمی د طبعی زیرمو او خدای ج ور کړی نعمت په نسبت د اوسیدونکو بیرحمانه چلند د ولس د بدبختیو یو بل عامل دی چی د راتلونکی نسل لپاره د یو بد مرغه خطر د زنګ آواز ځینی اوریدل کیږی. د سیمی د بی مثله ښکلو طبعی ځنګلونو ونی په بیرحانه ډول له منڅه وړل کیږی. د سیمی د غرونوارتفاعات داسی دی چی د هند د سمندر مرطوب تاوده بادونه ور سره لګیږی او د الله ج په حکمت سره د طبعی ځنګلونو د را شنه کیدو سبب شوی دی. په دغو ځنګلونو کی یو شمیر داسی ونی لکه منځی او شنی پیداکیدی چی د کیفیت نمونه یی د نړی پر بل هیڅ ځای کی نه ښکاری. له بده مرغه دغه ځنګلونه د ولس د لوږی، بی روزګاری او تر ډیره حده د نا آګاهی له امله پاک خواپاکی جارو شول او تقریبآ دغه ډول ونی پکی ختمی شوی دی. داسی ښکاری چی اقلیم هم له خلکو سره دوښمنی را اخیستی وی او یا به یی له خلکو څخه د دوی د بی رحمی د غچ اخیستنی اراده کړی وی، چی دغه ډول ونی نوری نه شنی کیږی او که شنی هم شی، نو د پالنی او ساتنی غم او نیت یی له چا سره نشته.

بله لویه بدمرغی د مځکی لاندی اوبو څخه بیرحمانه او غیر اقتصادی ګټه اخیستنه ده. په ټوله ، خو په خاصه د کټواز په سیمه کی، له دری څلور لسیزو را هیسی د زورو څاګانو کیندل او د هغو له اوبو څخه د کروندی لپاره ګټه اخیستنه شروع شوی ده. سره لدی چی ولسونه اوبه د زړه په وینو د مځکی له تل څخه را باسی او کروندی ورباندی خړوبوی، خو محصولات یی بیا تر مصارفو کم وی. یوه وجه له منابعو څخه غیر فنی ګټه اخیستنه ده ، خو بل دلیل یی د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی دی. عمده زراعتی محصولات یی وچی او شنی میوی دی؛ لکه زنغوزی، انګور، هندواڼی، مڼی، سبزیجات او نور دی. داچی نه بازار لری او نه د هیواد نورو مارکیټونو ته لاری لری او د صادرولو لپاره یی نه مرسته شته او نه مشوره، نو دغه محصولات اکثرآ په ډیر نازل قیمت خرڅیږی، چی اکثر وختونه د ولسونو لپاره د نور اقتصادی تاوان عامل هم وی. که له دغو مځکی لاندی اوبو څخه مناسبه فنی استفاده وشی، نو له یوی خوا به یی بیځایه مصرف کم شی او له بلی خوا به یی محصولات زیات او ګټه به یی هم زیاته شی. په اوږد مهال کی یی بله اساسی ویره دا ده چی که له دغو اوبو څخه په دغه ډول بیرحمانه ګټه اخیستنه دوام وکړی، نو یو وخت به دا هم ختمی شی او د وچکالی د دوام په صورت کی کیدای شی چی تر مځکی لاندی د خلا د را پیداکیدو سبب شی چی د لوی بشری ناورین د رامنځته کیدو ویره هم ځینی کیدای شی.

د پکتیکا ولایت سر ه لدې چی د ټولنیزی ودی او هوساینی له اړخه د هیواد یو تر ټولو غریب او له نظره لویدلی ولایت بلل کږی، اما په نزدی او لری تاریخ کی یی داسی نومیالی په خپله غیږ کی هم روزلی او لوی کړی چی په کارنامو یی ویاړ کیدای شی. پدۍ پاڼو کی یی د څینو یادونه کوو.

1) سیدال خان ناصر چی د میرویس نیکه سره یی د ګرګینیانو په ضد پاڅون کی وڼډه لرله او وروسته بیا د شاه محمود هوتکی د وخت مشهور سپهسالار شو، یو با تدبیره افسر او پیاوړی جنګیالی وو چی هیوادوال یی په کارنامو ویاړی. سیدال خا ن په قوم ناصر وو او پلرونه یی د پکتیکا ولایت د اوسنی وازیخوا د سیمی اوسیدونکی وو. د وازیخوا د ناصرو د لښکر په مشری یی د میرویس نیکه اواز ته لبیک ووایه او کندهار ته ورغی اوبیا یی هلته استوګنه غوره کړه. د ایران تر نیولو او بیا د هوتکیانو تر سقوط وروسته یی کورنی د کابل شاوخوا سیمی ته ولاړل او هله میشت شول. د کابل د ښار د خیر خانی په سیمه کی یوه مشهوره لیسه د سیدال خان ناصر په نوم نومول شویده .

2) وایی کله چي سلطان علاو الدین جهانسوز د خپلو وروڼو د وژنی د غچ اخستلو لپاره له غور څخه په غزنی د حملی کولو لپاره راغی، نو د غزنی واکدار پاچا، سلطان بهرامشاه، د ګیلان سیمی ته هیت ور ولیږه چی له حملی څخه واوړی. بهرامشاه ځواب ور ولیږه چی « ته زما زور نلری، زه لوی لښکر او فیلان لرم». علاوالدین په ځواب کی ورته وویل چی « که ته فیلان لری، زه خرمیلان لرم». زه به د خپلو وروڼو انتقام خامخا اخلم. علاوالدین خپل دوه پهلوانان، چی د لښکرو مشران هم وو، را وغوښتل او ورته ویی ویل چی ما بهرامشاه ته داسی لافی کړی دی، اوس به نو تاسی له فیلانو سره مقابله کوی. دغه پهلوانان چی یو یی سام حسین او بل یی سام پنجی نومیدل، د اوسنی پکتیکا د ولایت د کټواز له سیمی څخه وو. کله چی جنګ و نیښت، نو هر یو د دغو دوو پهلوانانو څخه له یوه یوه فیل سره مخامخ شول. دوی هر یو د فیلانو تر ځل لاندی ور ننوتل او د هغو په زړونو کی یی توری خښی کړی. سام پنجی تر فیل لاندی شوو او له فیل سره یو ځای ومړ، او سام حسین په فیل بریالی شو. د بهرامشاه لښکر ماتی وخوړه او علاوالدین د غزنی شکلی ښار، چی په اسلامی ادب کی «عروس البلاد یعنی د ښارونو ناوی» بلل کیده، ونیو او ویی سوځاوو .

3) د هیواد له ډیرو نوم ورکو عالمانو او د پښتو ژبی د ادیبانو او په پښتو ژبه د لیکوالانو څخه یو هم نواب ګوملی دی. نواب ګوملی په پښتو ژبه د خلقت به نوم د قرآن عظیم الشان د څو سورتونو یو تفسیر لیکلی وو چی بیا د انګریزی هند د ډیلی په مطبعه کی چاپ شوی وو. د خلقت یوه نسخه زموږ د کور په کتابخانه کی شته. نواب ګوملی له لومړنیو لیکوالانو څخه وو چی د سید احمد لودین، چی په کاکا مشهور وو، پشان یی د پښتو د لیک دود لپاره د هیجایی طریقی رواجول غوښتل. نواب ګوملی د خلقت په سریزه کی د هیجا په طریقه د دوه حرفی، درۍ حرفی او نورو کلیمو د لیکلو طریقی بیان کړی دی. نوموړی برسیره پردی چی یو عالم او لیکوال وو، د انګریزانو پر ضد په جهاد کی یی هم لویه وڼډه لرله.

نواب ګوملی د پکتیکا د ولایت د ګو ملی د ولسوالی اوسیدونکی وو چی ذوذات یی اوس هم هلته اوسی او د نواب کلی په نوم شهرت لری.

4) د ولایت په مربوطاتو کی یو شمیر متبرکه اماکن او زیارتونه چی د ډیرو خلکو د توجه وړ دی، هم شته؛ لکه: اسماعیل ګړندی، غنی آبا، دیوانه بابا، حیات آکا، شاه بیک آبا او نور، چی هر یویی د ملنګی او قلنګی تر څنګ د و لیتوب د مرتبو څښتنان بلل کیږی.

د ولس په مړو او تیر نسل کی شاشی کمرانی، خان فتح خان، بیرګټ نعمت، با جان پرکمشر، جنرال عبدالحکیم کټوازی، ملک منصور، ملک سیف الدین، صاحب جان خان، مولوی محمد اعظم، تحصلدارعبدالکریم، کاکا مبارک، د شاوزه خلیفه صاحب، او یو شمیر نور د سیمی او ولس یو شمیر مدبر، بزرګان، زړه سواندی، میړنی، دلاوران، سخیان او د قوم او ولس د خادمو مشرانو نومونه دی چی د قوم له مشاهیرو څخه شمیرل کیږی. د موجوده نسل په مړو کی یوازی د شورویانو د تهاجم په وخت کی د لومړنیو شهیدانو نومونه لکه شهید قاضی ولی محمد، شهید انجنیر جمعه ګل،شهید جګړن شیرعلی، شهید معلم غازی مرجان او نور یادولای شو. کیدای شی په ژوندیو کی هم یو شمیر کسان وی چی د خدمت، علمیت او یا په یوه شکل د اشکالو به د ستاینی وړ وی، اما ډیر نه دی. له یوی خوا دا چی موږ له بده مرغه یوازی د مړو صفت کوو، نه د ژوندو. له بلی خوا که داسی نومونه ذکر شی، بیا به بل غوبل جوړ شی او له یوی خوا به دغه لست ختم نه شی او له بلی خوا به مو د ریښتینو خادمانو، قهرمانانو، مشاهیرو او د ستاینی وړ افرادو په حق کی د اهمیت د کموالی له لاری ظلم هم کړی وی.

په پای کی وایی چی: په ماضی پښیمانی او یا د له لاسه وتلیو فرصتونو په ارمان لاسونه موښل کومه ګټه نلری، اما باید زده کړه ځینی وشی. د پښتو یو متل دی « لکه مچ د لاسونو سرو ول ګټه نلری». وایی چی «کوم قام چی د خپل راتلونکی لپاره زده کړه نه کوی هغه قام په مړو کی حساب بلل کیږی». موږ نن له خپل ماضی څخه د سبا لپاره زده کړه کوو. علامه سید قطب د خپل تفسیر« فی ظلال القرآن» د «والعصر» د سورت د تعبیر او معنی په هکله لیکی چی یو عالم وایی چی زه د دی سورت په معنی هغه وخت پوه شوم چی یو وخت می په یوه ګرم دوبی کی د شام په یوه له ګڼی ګوڼی ډک بازار کی یو واوری خرڅوونکی ولید چی واوره یی په سر د خرڅ لپاره ګرزوله او ناری یی وهلی چی «آی خلکو! د هغه چا په حال رحم وکړی چی د ژوند پانګه یی د ویلی کیدو په حال کی ده». علامه قطب د نوموړی عالم له خولی لیکی چی د واوری خرڅوونکی له خولی ددغی جملی په اوریدو سره می فکر شو چی په وخت یا مازدیګر د قسم یادولو هدف به غالبآ د زمان او د هغه د کوتاهی اهمیت ته د توجه راګرزول وی. هغه څه چی لازم دی هغه د وخت په اهمیت پوهیدل او د راتلونکی لپاره کار کول دی. د اهل، زړه سواند او متقی قیادت او حاکمیت د اړتیا او تعیین لپاره د ولس آګاهی به مو یو له مهمو مسولیتونو او دخلاصون له لارو څخه وی.

خدای ج د وکړی چی د پورته څو ټکو معلوماتو د وړاندی کولو له لاری به می د پکتیکا د ولس او سیمی لږ حق ادا کړی وی، کوم چی نه یوازی مو د خاپوړو ځای وو ، بلکه د سیمی او ولس دواړو په نزد یی ځان مسول بولم.

په درنښت
داکتر منصوری
۱۵جوزا، ۱۳۹۲ هش، کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *