د پکتیکا ولایت په غیر رسمي ولسوالۍ شکین چې د ګوملې ولسوالۍ مربوط ده او بل هم په ګوشته کې چې د وازیخوا ولسوالۍ اړوند ده دوه فرعي روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یادو روغتیایي مرکزونو جوړېدول د روغتیا په برخه کې یو ښه ګام بولي او زیاتوي چې دا لړۍ به د پکتیکا نورو سیمو ته هم وغځوي.
دده په خبره، هڅه کوي چې د پکتیکا په هره سیمه کې روغتیایي ستونزې د خلکو په همکارۍ له منځه یوسي او په دې برخه کې اړین سهولتونه برابر کړي.
ښاغلي وحدت په پکتیکا والي غږ وکړ چې له دولت سره همکاري زیاته کړي او ستونزوې په وخت له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.
په پکتیکا ولایت کې د او اچ پي ام مؤسسې مسؤل ډاکټر عبدالسلام باورزی وایي چې په یادو ولسوالیو کې ددوی په همکارۍ دوه فرعي نوي روغتیایي مرکزونه جوړیږي چې له دې سره به د خلکو روغتیایي ستونزې تر ډېره راکمې شي.
دده په خبره، یادو روغتیاي مرکزونو ته ټول اړین طبي وسایل هم ورکول کیږي او د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره به منظم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
د پکتیکا ولایتي اداره د نورو برخو په پرتله د روغتیا برخې ته ډېره ترجیع ورکوي او هڅه یې کوي چې په مرکز او لرې پرتو سیمو کې خلکو ته ددوی د اړتیا وړ روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
ولایتي اداره دغه راز له خلکو غواړي چې په روغتیايي برخه کې له روغتیایي کارکوونکو سره هر راز همکارۍ ته را ودانګي او دوی ته په خپلو سیمو کې ښې زمینې برابرې کړي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر