د پکتیکا ولایت مرکز اړوند خواجه خېلو سیمه کې د ( ۴۰) مېلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی سربند جوړیږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د سه شنبې په ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد سربند د بنسټ ډبره کېښوده او رسمآ یې د جوړېدو چارې پیل شوې.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، په خواجه خېلو سیمه کې د یاد سربند جوړېدل یو اهم ضرورت دی او په وینا یې په جوړېدو سره به یې د سیمې لسګونه زره جرېبه ځمکه خړوبه او د اوبو سیستم منظم شي.

ښاغلي وحدت وویل، د خواجه خېلو سیمې پراخې دښتې به د یاد سربند له اوبو برخمې شي او په دې سره به د یادې سیمې کرنیزه برخه پیاوړي شي.

پکتیکا والي زیاتوي، هڅه کوي چې ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې ورته سربندونه او کانالونه جوړ کړي څو د پکتیکا پراخې دښتې چې تر ډېره شاړې پراتې دي خړوبې او حاصل خیزې شي.

د پکتیکا ولایت د ګومل فرعي سندیزې حوزې رئیس محمداصف هوتک وویل، چې د یادې ګټورې او لویې پروژې مالي لګښت څلوېښت مېلیونه افغانۍ دی، شپاړلس کیلو متره اوږدوالی لري چې چارې د نړیوال بانک له لوري  تمویلیږي او د یو کال په موده کې به په سم کیفیت بشپړې شي.

بل لورته د خواجه خېلو اوسېدونکي د یاد سربند جوړېدل د سیمې یوه ستره اړتیا یادوي او زیاتوي چې په یاده سیمه کې د سربند د نشتون له امله یې زرګونه زره جریبه ځمکه شاړه پراته ده.

دوی زیاتوي چې د یاد سربند په جوړېدو سره به یې ستونزې تر ډېره بریده راکمې شي، د ابو سیستم به یې منظم شي او ځمکې به یې خړوبې شي.

د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند خواجه خېلو په سیمه کې په داسې حال کې د یوه لوی سربند د جوړېدو بنسټ ډبره اېښودل کیږي چې څو ورځې وړاندې په مرکز ښرنه کې د (۱۱) مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز فارم د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *