سیف الرحمن شهاب/ ښرنه – د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت په برمل ولسوالي کې په وسلوالو طالبانو د دوی خپل میزایل چاودلی چې په ترڅ کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند نبي الله پیرخېل د کب په ۸ تاند ویبپاڼې ته وویل، تیره شپه ناوخته څلورو وسلوالو طالبانو غوښتل چې د برمل ولسوالي د شرمدخیلو په سیمه کې د پولیسو په امنیتي پوسته د توغندو برید وکړي چې خپله پرې چاودېدلی او له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاته کړه، د طالبانو په دا ډول بریدونو کې ډېری وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د شرمدخیلو سیمې یو تن اوسیدونکي ضربت شاه تاند ته وویل،  په سیمه کې یې د چاودني غږ اوریدلی خو د مرګ ژوبلي په اړه یې معلومات نه لري.

وسلوالو طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ