پکتیکا والي د مرکز ښرنې په علي بابا ښوونځي کې د زنګ په وهلو سره ۱۳۹۶ تعلیمي کال پیل کړ او په دې سره به د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې شل زره نوي ماشومان چې اته زره نجونې دي ښوونځیو کې شامل شي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د پخوا په پرتله د پکتیکا د پوهنې په روان بهیر کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي، خو زیاتوي چې لا هم بسنه نه کوي.

ښاغلي وحدت وویل، د پوهنې په برخه کې یې د هر ډول درغلیو او فساد مخه نیولي او په وینا یې له دې پروسې یې یوه ملي پروسه جوړه کړي.

د وحدت په خبره، ۱۳۹۶ کال به د پکتیکا د پوهنې په برخه کې له نوښتونو او پرمختګونو ډک کال وي

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس محمدنسیم واجد وایي چې تېر کال یې د پوهنې په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړېدل او بنسټ ډبرو اېښودل، د مسلکي ښوونکو ګمارل او یو شمېر نور کارونه یې د بیلګې په توګه یاد کړل.

واجد وایي چې ۱۳۹۶ کال لپاره ځانګړې پروګرامونه لري او په وینا یې له لاسته راوړنو به ډک وي.

بل لورته د پکتیکا ولایت یو تن قومي مشر بیا په ولسونو غږ کوي چې د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي او له دولت سره یو ځای ددغه بهیر په غښتلي کولو کې ونډه واخلي.

نوموړی دغه راز په والدینو غږ کوي چې خپلې نجونې او هلکان ښوونځیو ته د زده کړو په موخه ولیږي.

په نننۍ غونډه کې شږ ته هغه بااحساسه پکتیکاوال هم وستایل شول چې د ښوونځيو د جوړولو لپاره یې خپلې ځمکې ورکړې وې یا یې هم د ښوونځيو په جوړولو او زده کړیز بهیر کې هلې ځلې کړي.

دیادونې ده چې په پکتيکا کې په ۳۳۹  ښوونځیو کې یو لک درې پنځوس زره زده کوونکي چې له ډلې یې دېرش زره نجونې دي په زده کړو بوخت دي.

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *