تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: د پکتیکا ولایتي اداره وايي، ددې ولایت د وړممۍ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د زیاتې واورې وریدو له امله د دریو کورنیو شپږ تنه مړه شوي دي.
د پکتیکا د ولایت مقام دفتر رئیس اجمیر ځلاند وایي، په پېښه کې یو ماشوم، دوه ښځې او درې نارینه مړه دي او په وینا یې یو شمېر څاروي هم زیانمن شوي دي.
دده په وینا سیمې ته بیړنۍ مرسته رسول شوې او د لا نورو مالوماتو لپاره د بیړنیو حالاتو کمېسیون یو پلاوی ټاکلی، چې په سیمه کې وروستي زیانونه وڅیړي.
له دې وړاندې د لوګر په ولایت کې هم د سړې هوا له امله پنځه تنه مړه شوي و.