په پکتیکا ولایت کې د ادبي یارانو په هڅه ددې ولایت د ادبي، فرهنګي، علمي او … بهیرونو د ودې او لا پراختیا په موخه د یاران ادبي دېرې په نوم فرهنګي بنسټ رسمآ په فعالیت پیل وکړ.

د دېرې په پرانستغونډه کې د پکتیکا له شاعرانو، لیکوالانو، ژورنالستانو او فرهنګیانو سربیره د غزني ادبي ملګرو هم برخه اخستې وه او له یادې دېرې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

یاران ادبي دېره

په غونډه کې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس ښاغلي بشیر محمدي د پکتیکا په فرهنګي او ادبي وضعیت د یاران ادبي دېرې په ونډې خبرې وکړي.

نوموړي وویل چې یاده دېره به د پکتیکا ولایت د فرهنګي وضعیت د ښه کیدو په لور یو مثبت ګام او زیاته کړه چې فرهنګیان کولای شي د روڼ تصویر په خپرولو سره د دولت او خلکو تر منځ اړیکې ټینګې کړي.

ده له ټولو فرهنګي یارانو مننه وکړه چې دا تشه یې محسوس کړې او په وړاندې یې اقدام یې یوه مثبته پریکړه وکړه.

دادمحمد ناوک د یاران ادبي دېرې د فعالیت او د دېرې پر موخو بحث وکړ.

نوموړي وویل چې یاران ادبي دېره به د فرهنګي، علمي او ادبي ناستو تر څنګ د مطبوعاتو په برخه کې هم له توان سره سم خپرنیزې چاپې لړۍ پیل کړي.

ده زیاته کړه چې یاده دېره به د مطالعې د فرهنګ عامولو، له نورو ولایتونو سره د فرهنګي اړیکو د ټینګولو او د فرهنګې تشې په ډکولو کې خپله نه ستړې کیدونکې هلې ځلې به وکړي.

لیکوال او شاعر انعام الله ګوهر د یاران ادبي دېرې د پرانستغونډې په ویاړ د دېرې لخوا د تکړه او نازکخیاله شاعر خالد ریحان د نوي کتاب (غړوندي) د چاپولو ژمنه وکړه.

2نوموړي زیاته کړه چې د یاران ادبي دېرې د ملګرو لخوا به دا لړۍ به دوام ولري او د هغو لیکوالو او شاعرانو چې اقتصادي وضعیت ښه نه دی د اثارو د چاپولو په اړه خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

له غزني څخه راغلی ژورنالست او شاعر مجید ژړاند د یاران ادبي دېرې له پرانستغونډې خوښي څرګنده کړه او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د ولایاتو د ادبي او فرهنګي بهیرونو لخوا د مبارکۍ پیغامونه عبدالباري نعیمي ولوستل او له ټولو یې مننه وکړه چې له یاران ادبي دېرې سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د غونډې ارزونه فرهنګي او علمي شخصیت د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وکړه.

نوموړي د داسې فرهنګي بنسټونو په جوړولو خوښي وښوده او د ټولنې د ویښتیا لپاره یې مهم ګام وباله.

ښاغلي وحدت زیاته کړه تر پخوا د پکتیکا ځوانان ویښ شوي دي او د هرې تشې پر وړاندې په وخت مثبت ګام اخلي او د خپل ولس او ځوانانو د فکري ودې لپاره د زړه له تله هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه زه باوري یم چې یاد کاروان به د کتاب د مطالعې کار کوي او مونږ ترې په کلکه ملاتړ کوو.

ده د یاران ادبې دېرې د پرانستغونډې مبارکي ټولو فرهنګیانو ته وویله او په چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.

غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *