پکتیکا

علي محمد نظري ـ ښرنه

د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په دوو هوايي بریدونو کې یو ویشت تنه وژل شوي چې دسیمې خلک او ولایتي شورا ټول ملکي وګړي یادوي.

د ګومل ولسوالۍ یوتن قومي مشرمحمدامین نن تاند ته وویل ،  د چهارشنبې په ورځ دوولس بجې د یادې ولسوالۍ د زمین تو په سیمه کې یوشمېر قومي مشران او ځوانان د دووقومونو له لورې دځمکې پر سر د راپورته شوې لانجې دحل په موخه په ډاډسن موټرو کې کوم کلي ته روان وو چې دبې پیلوټه الوتکې ښکار شول.

نوموړی وایې ، په یاده پېښه کې شپاړس تنه عام وګړي وژل شوي او یوبل ژوبل شوی دی.

سرچینه دغه راز وایې چې په همدې ورځ یوشمېر ځوانانو غوښتل چې د وژل شویو کسانو جسدونه راولېږدوي چې یوځل بیا الوتکې په نښه کړي او پنځه تنه نور یې هم وژلي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد یاد هوايي بریدونه تاییدوي، خو وایې چې وژل شویو کسانو وسلې هم له ځانه سره درلودې.

زاهد وایې چې په دې بریدونو کې پنځلس تنه وژل شوي .

قوماندان په دې اړه چې وژل شوي کسان ملکیان دي وویل : (( یادو کسانو باید لومړی له ځان سره وسلې نه لېږدولې اوکه یې وړلی نوله وړاندې یې باید دولایت مقام ،‌ ولایتي شورا او دوی ته مالومات ورکړي وای.))

طالبانو هم په خپله ویب پاڼه کې ویلي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او دیادې سیمې مخور او ځوانان دي.

یاده دي وي چې دګومل ولسوالۍ په یاده سیمه کې له کلونو ، کلونوراهیسي دځمکو پرسرد قومونوترمنځ لانجې اوتربګنۍ روانې دي چې ډېری وخت دمرګ ژوبلې لامل شوې دي اوله همدې امله ډېری ملکي خلک له ځان سره وسلې ګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *