سیف الرحمن شهاب / ښرنه –

د پکتیکا چارواکي وایي چې ددې ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې یو تن طالب قوماندان نیولی.

د پکتیکا د والي ویاند نبی الله پیرخیل تاند ویب پاڼې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د امنیتي ځواکونو له لوري، په حقاني شبکې پورې اړوند د نیک محمد په نامه یاد قوماندان یې ددې ولایت په برمل ولسوالي کې، له یو سراچه ډوله موټر او یو شمیر وسلو او چادوېدونکو توکیو سره یو ځای نیولی دی.

د پیرخیل پر خبره چې له یاد قوماندان څخه یې په نیول شویو مهماتو کې یومیل کلاشینکوف،یو عدد کمپاز،یوه د ریموټ کنټرول ماینونو دستګا، درې زره میتره سانیه سوز مزی او پینځه ویشت کړۍ ماینونه شامل دي چې د پولیسو لاسته ورغلي.

طاالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *