د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د (OHPM) مؤسسې له لوري ۱۲ دوولس روغتیایي مرکزونه فعال شول چې له مخې به یې په روغتیایي ستونزو کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شي.
په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخیستي وه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د روغتیا په برخه کې د یادو روغتیايي مرکزونو پرانیسته یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې په دې سره به روغتیایي خدمات چټک او ستونزې راکمې شي.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، په یادو روغتیایي مرکزونو کې به خلکو ته په لوړه کچه معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کیږي او خلک به له ګڼو سهولتونو برخمن شي.
په همدې حال کې په پکتیکا ولایت کې د (OHPM) مؤسسې مسؤل عبدالسلام باورزی وایي چې او اېچ پي مؤسسې د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې یاد روغتیایي مرکزونه فعال کړل.
باورزی زیاتوي، یاد روغتیایي مرکزونو د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مرسته فعال شوې چې په خبره یې ټول امکانات ورته برابر او روغتیایي پرسونل ګمارل شوی.
بل لورته د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل خروټی وایي چې یاد ۱۲ روغتیایي مرکزونه په هغو سیمو کې فعال شوې چې خلکو یې روغتیایي اسانتیاوو ته په سمه توګه لاس رسی نه درلود او له ستونزو سره مخ وو.
د یادونې ده، دغه ۱۲ بابه روغتیایي مرکزونه د پکتیکا ولایت په سروبي، ارګون، جانیخېلو، یحی خېلو، یوسف خېلو،اومنه، مټاخان، مرکز ښرنه، سر روضه، زېړوک او ګومل ولسوالیو کې فعال شول او خلکو ته به منظم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر