خبریال: شکـور کامـران (پکـتيا) په مرکز ګردېز کې سلګونه لاريون کوونکي د ناامني، هدفي وژنو او ولايتي اداري د بې کفايتي پر ضد راوتلي او ښار يې تړلی دی.
نن د لاريون او ښار تړل کېدو دويمه ورځ ده او لاريون کوونکي وايي، ښار به تر هغو تړلی وي څو يې غوښتنې نه وي منل شوې.
دوی امنيتي ادارې په ناغيړي تورنوي چې د هدفي او زنځيري وژنو په تشخيص او مخنيوي کې پاتې راغلي او وظيفوي غفلت کوي.
په وروستۍ پېښه کې د ګردېز يو مخور قومي مشر حاجي اسحاق له خپل يوه زوی او ساتونکي سره د ښار په منځ کې ووژل شو او عاملين يې وتښتېدل، چې د پېښې د خلکو سخته غصه راپارولې ده.
د لاريون يو تن تنظيموونکی او قومي مشر صوفي حبيب وايي څو چې د حاجي اسحاق قاتلين پيدا نه شي او په ولايتي اداره کې بدلون رانه شي، لاريون ته به دوام ورکوي.
حبيب وايي:((قاتلان په دولتي موټرو کې راځي، شخصيتونه وژني او په امن سره وځي، موږ د دې ادارې مکمل تبديلي غواړو، محکمه يې غواړو، له ادارې نه دې ايسته شي، که زموږ غږ چا واورېد او دا چارواکي يې له چوکيو ايسته کړل او عادل او سم خلک يې راولېږل زموږ قناعت به حاصل شي، کنه موږ خپله اداره په خپله جوړولی شو.))
يو بل قومي مشر او لاريونوال عبدالله مجاهد وايي چې د ګردېز ښار په پنځه کيلو متري کې امنيت نشته خو چارواکي خپله دنده سمه نه تر سره کوي او په پراخ فساد کې ښکېل دي نو ځکه نور په کرار نه کيني او د ادارې بدلون غواړي.
ده وويل:((موږ ته له مرکزه چې هر څوک وظيفې ته راغلي موږ ورته لبيک ويلی، موږ فکر کړی چې ښه سړی به وي، د پکتيا لونګۍ مو ورکړې خو په اخر کې فاسد او غل وي، زموږ سر او مال په امن کې نه دي او حالات لا په خرابېدو دي، خو څوک يې غم نه کوي، موږ د خپلو غوښتنو پوره کېدل غواړو.))
د ښار، ښار ته د راغلو لارو او هټيو بندېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او له لوړو پوړو مسولو چاواکو غواړي چې د لاريون کوونکو غوښتنې ومني څو ښار ژر تر ژره خلاص شي.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل مدني حرکتونه د خلکو حق بولي او وايي چې د غوښتنو په اړه به يې اقدام وشي.
اتل مني چې په وروستيو کې ځينې امنيتي پېښې رامځته شوې، خو زياتوي د وروستۍ پېښې د پلټنې او نورو ورته پېښو د مخنيوي لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.
نوموړي وويل:((يوه کمېټه ټاکل شوې چې د حاجي صيب اسحاق د وژنې لامل وڅيړي، امنيتي او کشفي ارګانونه هڅه کوي چې دا پېښه وڅيړي؛ که امنيتي ځواکـونو غفلت ثابت شي نو عـدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.))
د يادونې ده چې له تېرو کابو دوه کلونو راهيسې د پکـتيا په مرکز او ولسواليو کې امنيتي حالت خراب شوی او په دې موده کې ګڼ قومي مشران او مخور د نامالومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوي دي.