د پښتو ژبې د ښه کیسه لیکونکي سوله مل شینواري د لنډو کیسو ټولکه رنځوري هیلې له پښتو نه اردو ژبې ته ژباړل شوي او په اسلام اباد پاکستان کی تازه له چاپه راوتلې.
د سوله مل شینواري دا کیسې د پښتو ، اردو، او انګریزي ژبې لیکوال او ژور نالیست راشد خټک په هنرمندو ګوتو له پښتو نه اردو  ته ژباړلی.
راشد خټک له دې وړاندې  د سوله مل او ارواښاد شپون ناولونه هم اردو ته ژباړلي دي.
 د سوله مل  دا نوی ژباړل شوی کتاب چې مخکې په پښتو کې د رنځورو هیلو تر عنوان لاندې چاپ شوی وو.او اوس په اردو کې یې د (  بانجه)شنډې تر سر لیک لاندې چاپ شوی .چې ټول ټال پکې ۱۳ کیسې راغلي .په کلکې پښتۍ او په ښه سپین کاغذ په ۱۰۰ سلو مخونو کې له اسلام اباد نه خپور شوی.
د پاکستان او هند داردو ژبې مشهورې شاعرې لیکوالې او دښځو د حقونو فعالې کشور ناهید ډیره په زړه پورې سریزه پرې لیکلې چې سوله مل شینواری او ژباړن راشد خټک یې دواړه ستایلي.
دسوله مل په اړه وایې : سوله مل یو ذهین او با شغوره لیکوال دی .د ټولینیزو مشکلاتو با وجود ،یې په ډیر جرات یې د ښځو  پیچلې پیښې او ستونزې یې په ډیر ساده ډول  یې پخپلو کیسو کې رانغښتي دي .که چا په همدې پیښو پنډ پنډ کتابونه هم لیکلې وي دده  د کیسو په وړاندې په هیڅ حساب دي.
او بیا ارمان کوي کش زمونږ په ټولنه کې هم دسوله مل او راشد په شان کسان دا سې جرات وکړي لکه چې دوی کړې
د سوله مل کیسې د افغانې ټولنې کې د ښځو د ژوند یو انځور وړاندې کړې .نو د اردو ټولنه کولای شې چې پدې اینه کې خپلې ښې او بدې څیرې ووینې.
نو دلته اړینه ده چې زمونږ د ژوند ژواک نه یو بل تمدن او ټولنه هم خبر ه شې چې مونږ پوه شو چې هغوی  زمونږ په  اړه څه فکر کوې .نو ددې یوازینۍ لاره ژباړه ده.
له بده مرغه زمونږ پښتانه لیکوالان لا تر اوسه ژباړې ته لا د هنر په سترکه نه ګورې.
که ووایم چې سمه ژباړه له کیسو لیکلو ډیره ستونزمن کار ده .هر څوک ژباړه نشې کولای دلته د دوه کلتورونو خبره ده یو بل ته اړول دي .دلته خبره یوازې د ژبې اړول ندې ژباړن باید دواړو کلتورونو  په ټولو اړخونو او انګیرونو باندې اګاه وواسې او ددې په څنګ کې بیا د ژباړې هنر هم ولري نو بیا کولای شي چې ښه ترجمه وکړي .دلته زه وینم چې راشد خټک په پښتو او اردو ژبه لاس برې  بریښي  د کیسو روح او روان یې په پوره امانداری اړولی .ادبیات ریاضي نده که همدا ژباړه بیرته بیا راشد خټک ته مخ ته کیږدو نو دی به بیا ډیر ټکي پکې ښکته پورته کړي.
یوالله ج کره او پوره دی .په اخر کې دواړه ښاغلو ته د دې کتاب په چاپ کولو مبارکي وایم. دواړو ته ښه ژوند او قلم مو تاند
سلیم حیات

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *