وحید لعل زاده

 وحید لعل زاده – 

د لیډر او لیډرشپ اصطلا حګا نې په بیلا بیلو ژبو کی مختلفی معناوې لري. په فرانسوی ژبه کې لیډر د فرمان ورکوونکی په معنا استعما ل شویده. په فارسی ژبه کې د رهبر او رهبرۍ معنا لري.

له Saxon Root  نظره د  Laedare څخه اخیستل شوی ده چی معنی یی د سفر په جریان کښی ددوه کسانو  ترمنځ همعږي رامنځ ته کولو معنا ورکوي. یوبل تعریف

لیډرشپ یعنی مشري  د ډلو او ګروپو نو تر مینځ نفوذ کو ل تر څو وکولا ی شو د هغوی پر فعالیتونو باندی اغیزه او اثر ولرو او شریکو مو خو ته د رسیدو اودنوموړو موخود لا سته راوړلو لپاره هغوی رهنما یی کړو. نفو ذ لرل د مشرۍ یو نه بیلیدونکی جز دی.

مشري د اسلام له نظره.

د حدیث شریف مفهوم دی چې: ستا سو څخه هر یودیوي رامي شپونکی يي او هر یو د خپل لاس لا ندې په هکله جواب ورکونکی يي. دا په دی معنا ده چې هر مسلمان د یوه نه په یوه ډول په رسمی او شخصی چارو کې د مشر حیثیت لري.

مدیریت يا Management

 عبارت دی له یوه ډله هغو کسانو څخه چې هغوی د یوې اداري یا سازمان کارونه پر مخ وړي. دوی د هغې د ترتیب، اجراء او د اوامرو د تعقیب او څار مسولیت پر غاړه لري، ترڅو هغه موخې او چارې چې د یادې ادارې لخوا جوړې شوې، پوره او په عمومي توګه هغه ګټې لاس ته راوړل شي. دوی مسولیت لري، ترڅو د یادې اداري هغه د علاقي وړ موخې او اهداف لاس ته راوړي، کومې ته چې دوی کار کوي. یو مدیر پر دې مسول دی چې ټولې منابع په موثره او ګټمنه ټوګه داسي په کار واچوي چې حاصل یې ډېر وي ، خو لګښت کم. د مدیریت دندې عبارت دي د یوې اداري د پلان جوړونه، تنظیم کول، استخدام، رهبرۍ یا رهنمایې او کنټرول څخه. یاپه بل عبارت مدیریت د عمل یا حالت د منظمولو، هغه کس یا کسان چې د یوې سوداګرۍ، مرکز او اداري چارې کنټرول او راهنمایې کوي هغه چاروته مدیریت ویل کیږي.( قاموس. کام)

د مدیریت او مشرۍ تر مینځ ورته والی

په مدیریت او مشرۍ دواړو کې مشران او مدیران هڅه کوی تر څو په خپلو لاس لاندو کې نفو ذ وکړي او موخې لاسته راوړي. په مدیریت او مشرۍ دواړو کې د لاس لا ندې خلک د خپلو مشرانو او مدیرانو ته درناوی او احترام کوي، او  د خپلو مشرانو او مدیرانو دلار ښونوسره سم کړنی تر سره کوي ترڅو موخې لاسته راوړي.

که څه هم د مدیریت او مشرۍ دواړه اصطلاحګانی سره ډیرې نژدی دي خو بیا هم د دواړو تر مینځ تو پیرموجود دی چې په لا ندې ډول دی.

مدیریت د چارواو غړو د سمبا لښت دی البته د اداري لارښونو په نظر کې نیولو سره لکه  دمراتبو لړۍ او داسی نور ددی برعکس مشری د غړو سمبا لښت څخه عبا رت دی پرته د اداري اصولوپه نظر کې نیولو سره

مدیران د مشرۍ پرته د مدیریت اړونده دندې لکه پلان جوړوني او ایښودنی ،ګمارولو،سازمان جوړوني او کنترول حو مشري اوداسی نورې چارې هم ترسره کوي ددی برعکس مشران صرف د مشرۍ چاری پر مخ بیایی . ډیر مدیران  د مشرانو رول لوبوي مګر ډیر مشران دمدیرانو رول نه لوبوي.

یو څونور مهم توپیرونه:

 رهبر  یا مشر  معمولا هغه کسانو ته ویل کيږي چې هغوی د یوې داسي ډلي، چې هغوی د خپلو ګډو موخو لپاره سره راټول شوي وي د لارښونې، زړه ورکولو،تشویق او رهبري کولو مسولیت ولري. مدریت عبارت دی له هغه یو ډلي خلکو څخه چې دوی د یوه سازمان یا اداری کارونه پر مخ وړي..

رهبري او مدریت د ډېرو خلکو له خوا په سوداګریزه نړۍ کې یو له بل څخه لکه ځمکه او اسمان توپیر لري. دا تر ډېره د رهبر یا مشر د پخواني تعریف له امله، چې وایې یو رهبر باید هوښیار، زیرک او د داسې نورو په زړه پوري ځانګړتیاوو څیښتن وي، خو شاید دا ټول ریښتیا نه وي. یو مشر کیدای شي هر هغه څوک وي، چې متواضع شخصیت ولري او ښه موخې او اهداف ولري. د سوداګرۍ ډېر متخصیصین په دې اند دي او وايې چې رهبري او مدریت لاس په لاس ګډ ملګري دي، ځکه چې په غیرې مستقیمه توګه یو بل ته اړتیا لري. یو مشر یا رهبر کیدای شي یو ښه مدیر و اوسي او همدارنګه یو مدیر کیدای شي یو رهبر، چې دغه ټول د هغوی په ځانګړتیاوو او خاصیتونو پورې تړاو لري.

رهبري له هغو ځانګړو کسانو څخه نمایندګې کوي، چې د یوې ټولني او یا یوه ډله خلکوڅخه چې د یوه ګډ هدف او موخي لپاره سره راټول شوی وی د زړه ورکولو، لارښوني او رهبرۍ مسولیت په غاړه لري.

 موقف یا دنده د یوه رهبر، هغه کس چې یوه ډله خلک لارښونه یا رهنمايې کوي، یا وړتیا د رهبرۍ ولري، هغه عمل یا بیلګه چې رهبري، لارښونه او رهنمایې وکولای شي”. یو رهبر هغه څوک دی چې د خلکو ورته سترګې وي او د خپلو پیروانو له خوا یې په پټو سترګو پیروي کیږي. د هغه نه داسي انتظار کیږي چې یواځې او یواځې هغه خپلو خلکو ته غوږ نیسې او بس نور هیڅ هم نه. همدارنګه یو مشر یا رهبر باید د خلکو د ګټو او ښه والي لپاره کار وکړي، نه د خپل ځان. رهبر باید اساساً د خپلو خلکو سره د زړه له کومه مینه ولري.

یو امریکایې لیکوال او پوه، وارین بینیس په خپل کتاب “رهبر جوړیدل” کې چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې چاپ شوی، د رهبرۍ او مدریت تر منځ لاندې توپیرونه په ګوته کړي.

  • مدیر اداره کول کوی، خو مشر یا رهبر ابتکار او نو آوري. کوي
  • مدیر د یوې صفحي کاپې ده، خو رهبر اصلي دي.
  • مدیر پاملرنه او ساتل کوي، خو رهبر وده او انکشاف ورکوي.
  • مدیر په سیسټم او چوکاټ تمرکز کوي، خو رهبر په خلکو.
  • مدیر په کنټرولولو اتکا او ډاډ لري، خو رهبر د باور په لوړوالي.
  • مدیر لنډ مهاله نظر او لیدلوری لري، خو رهبر اوږدمهاله.
  • مدیر پوښتنه کوي چې څنګه او کله، خو رهبر پوښتي چې څه او ولې.
  • د مدیر سترګې همیشه په نتیجه او د کار په اخر وي، خو د رهبر سترګي همیشه د اسمان په لمن او څنډه یعني پراخه وي.
  • مدیر پیښې او تقلید کوي، خو رهبر ابتکار او نوی شی منځ ته راوړي.
  • مدیر دریځ یا موقف قبلوي، خو مشر هغه ننګوي ( چلینج کوي.
  • مدیر یو پخوانی کلاسیک سرتیری دی، خو مشر یو خپل سری انسان دي
  • مدیر چارې او شیان سره سمبالوی، خو رهبر یا مشر ښې چاري او شیان ترسره کوي.

که څه هم مدیریت او رهبري بیلابلې معناوي لري، خو په ټوله کې به داغوره وي چې یو ځای وکارول شي لکه څنګه چې هغه یو بل ته د څرګندو او ښکاره موخو د لاس ته راوړلو لپاره اړین او ضروری دي. یو مدیر تل یواځې محدوده نه دي چې تر خپل لاس لاندې کسانو څخه کار واخلي او اوامر تعقیب کړي. ډېر مدیران په دې ورځو کې خپل تر لاس لاندې کارمندان روزی، سموي، زړه ورکوي او مرسته ورسره کوي. په همدې توګه، ټول رهبران هم تل د خلکو د ګټو په فکر کې نه وي. د بیلګې په توګه، ډېر رهبران يواځې د رهبرۍ له نوم څخه غلطه ګټه اخلي او د هغې له مقام او موقیف څخه یواخې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره ګټه اخلي او بس. اوس دا روښانه او باوري ده چې رهبران او مدیران باید په خپلو کې سره یو ځای نږدي کار وکړي او یا هم نور اضافي مسولیتونه پر غاړه واخلي، لکه څرنګه چې نور هغوی یواځې خپلو ټاکلیو او معین شویو تعریفونو ته محدود نه دي. د دغه دواړو مخلوط کولای شي تر ټولو ښې نتیجې د یو اداري او سازمان لپاره برابري کړي.

د مشرۍ(Leadership (لپا ره غوره ځواکمني

o       مشران با ید د خپل ځان د لارښونې ځواک ولري.

o       مشران با ید  د خپل ځان لپاره د ګټورتوب ځواک ولري.

o       مشران با ید د ستونزو د حل او پریکړو نیولو ځواک ولري.

o       مشران با ید پرنورو یعنی پر لاس لاندو د مشرۍ ځواک ولري.

o       مشران با یدد فید بیک په وخت نورو ته قناعت ورکولو او پوهولو ځواک ولري.

o       مشران با ید په ښه توګه او غورسره د اوریدنې ځواک ولري.

o       مشران با ید دستونزو د حل او تحلیل ځواک ولري.

o       مشران با ید پرنورو یعنی پر لاس لاندوبا ندې نفوذ اولاس لاندو ته دلارښوونی ځواک ولري.

o       مشران با ید د ډلو یا ټیمونو د جوړولوځواک ولري.

o       مشران با ید د اجراییوی موخو د ټا کنو ځواک ولري.

o       مشران باید په اداره کې او کاري ساحه کې د اعتماد د فضا

o       د مینځته راوړلو ځواک ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *