لیکوال ډاکټر ASKY
ژباړن محمداکبر حقمل معینزی
منفي ټکي مو مثبتو ته واړوئ! په اړیکو او مینه کې د ستونزو شتون کولای شي دوه کسان سره بېل او له یو بل څخه لرې وساتي. که چېرې دواړه کسان یو او بل ته وګوري او تل یې په پام کې ونیسي؛ نه داسې، چې یوازې خپل ځان ته پام وکړئ، نو په هغې صورت کې به هېڅ منفي ټکی او ستونزه ونه شي کولای د دوی د بېلېدو او جلا کېدو لامل شي. نو تل یوځای اوسئ تر څو تل پیاوړي او بریالي شئ. له یو او بل سره وخت تېر کړئ! د یو او بل لپاره مو وخت پیدا کړئ، یو او بل ته خپل وخت ورکړئ او له یو او بل سره مو وخت ولګوئ. له ډېر بوخت مهالوېش سره نه شی کولای له یو او بل څخه خوند واخلئ، له یو او بل سره وګرځئ او یو او بل ته خوښي او ارامتیا ورکړئ. هڅه وګړئ په خپل مهالوېش کې مو د ژوند ملګري او مینې ته وخت ورکړئ او تر ټولو ارزښتمن یې وبولئ؛ ځکه په بل هېڅ کې دومره لویه او غوره خوښي او ارامښت نشته. که مو د ژوند ملګری له پامه وغورځوو، نو پوه شئ، چې تاسو به هم له پامه غورځوي. د خپل ژوند د ملګري او مینې پر وړاندې مو ارزښت ورکول، وخت ورکول، ورسره هر اړخیزې خبرې کول، د هغه د ستونزو پوښتل او له هغه سره سلا مشوره کول تل په پام کې ونیسئ. که چېرې مو دا کارونه په پام کې ونیول، نو پوه شئ، چې تاسو د ريښتینې مینې سرچینه یاست او په هېڅ وخت کې به یوازې پاتې نشی او که چېرې مو دا څیزونه په پام کې ونه نیول، نو پوه شئ، چې د ژوند څخه به مو لس سلنه خوند هم وانخلی. پیاوړې مینه هغه مینه ده، چې د خپلې مینې یا د ژوند د ملګري لپاره مو په مینه کې منلي وی. M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *