کابل، د سپټمبر ۱۷ مه ۲۰۱۴
اتصالات د وفادارۍ د برنامې د یوې برخې په توګه خپلو ځینو پیریدنکو ته د سپټمبر په ۱۶ مه او ۱۷ مه نیټه د غرمې ډوډۍ لپاره مرکزي دفتر ته بلنه ورکړه.
د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمام وویل، مونږ نن ورځ ستاسې له وفادارۍ څخه ډیر منندوی یو، نو له همدې امله چې زمونږ او ستاسې اړیکې لاپراخې او نه شلیدونکي وي دا غونډه جوړه کړیده. نوموړي زیاته کړه، پیریدونکي زمونږ د سوداګري د پرمختګ او پراختیا یواځينۍ کیلي ده.
یاسر ابوالعمایم وړاندې وویل، د دا ډول غونډو جوړول ددې لامل کیږي، چې مونږ خپلو پیریدونکو سره له نږدې وګورو او پوهه شو چې د هغوی اړتیاوې څه دي او څه ډول خدمتونه غواړي او دا ددې سبب کیږي چې مونږ خپلو پیریدونکو ته لاغوره چوپړتیاوې او تولیدات وړاندې کړو.
د غونډې په څنګ کې پیریدونکو د اتصالات له بیلابیلو څانګوڅخه لیدنه وکړه او د اتصالات د ستراییژي او فعالیتونو په هکله ورته معلومات ورکړل شو. په پای کې پیریدونکو ته د اتصالات د لوړپوړو چارواکو لخوا لپ ټاپ کمپیوټرونه او نورې ډالۍ وویشل شوې.
د اتصالات د وفادارۍ برنامه د پیریدونکو څخه د مننې لپاره جوړه شویده. دا برنامه زړه راښکونکې ګټې لکه: د امتیازونو غونډول او له جایزو سره د هغوی بدلول، وړیا کریډیټ او د وفادارۍ کارټ خپلو پیریدونکو ته وړاندې کوي. همدارنګه ددې برنامې سره پیریدونکي کولای شي، چې پلورنځایونو او ریسټورانټونو کې د ځانګړي کمښت څخه هم ګټه واخلي.
اتصالات تل پدې هڅه او هاند کې دی، چې د عالي تولیداتو او نویو نوښتونو په وړاندې کولو سره خپل پیریدونکي خوښ وساتي. په افغانستان کې دخپل فعالیت په وړاندې کولو سره اتصالات توانیدلی دی، چې د نوي عصري ټکنالوجي سره بې ساري خدمتونه وړاندې کړي.
اتصالات د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې خدمتونه وړاندې کوي او اوس مهال تر ۴ میلیونو څخه ډیرو وګړو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه په غوره کیفیت سره وړاندې کوي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
پای