نن سبا پیسې هغه رنګین کاغذونه دې چې په ځینو یو، په ځینو پنځه، لس، شل، پنځوس، سل او … لیکلي وي. د زورورو او خانانو یوه د کمزورو او بیوزلو له سلو او زرو سره ځان کشوي، نر هغه ده چې ددې رنګین کاغذ په ارزښت تر نورو ښه پوه شو او د موندلو لاري چارې یي ښې پلټلې، معمولا یي د پیدا کولو دوه لاري دې یا به یي په حلاله او په نره ګټې یا به یې په غدر، خیانت او ناروا.
څوک د سهار په شنه خړه له کوره ووځي د ماښام تر تیارې ایله د روزانه چلاو لپاره سبب پیدا کړي چې دې ته روزانه وایي، که وه نو ورځ یې سمه ده که نه وه نو تر څاښته به یي په تمه په پلکه له خپل پړي، بیلچې، تبر، ګلمالې، چوب ګز، ربړي دستکشو، یا بل څه سره ویته خوله ولاړ وي، څاښت به بیرته د کور په خوا له مفلسۍ د ناامیدي سندري له مجبورۍ زمزمه کوي، کورته تر رسیدا مخکي به یي په لاره له دوو دریو سره د خولې خوند خراب کړی وي، او په کور به بیا د خپلي مایوسۍ ګزک تر خپله کډه باسي، هئ پرپدر مو نالت سه، دا بیلچه مو زنګو ته پرېیښې، پشي ته څوک دغونه ډوډی ور اچوي ټوله مو پرې ضایه کړه…. او نوري بلا بانې.
څوک یي بیا د قلم له نوکه غواړي، یو کرۍ ورځ په صنف کي ولاړ وي الف انار ب بابا وایي غرمه ناوخته کورته رسيږي، معاش یي تر معاشه نه رسیږي، بلا قرضدار وي، د بلي ښې دی نه وي بس خدای پرې ور وستلي او د مالیم صاب نوم ور پوري ده…
بل بیا سهار وختي د ۹۸ ماډل کورتۍ په اوږو کش کړي، جیبونه یي ځړیږي، پتلون یي د کمربند په ځای په بله نرۍ پاډه تړلی وي، او د مامورینو د موټر د راتګ په تمه وي، په بس کي یي له نورو مامورینو سره د مکالمې اکثر او غټ ټکي داوي؛ خدا بر سر این ملت بیچاره رحم کنه، ولا امی انکشافیا خو بیخی دولته چور کدن کمترین معاشش ۱۰۰۰ دالر اس، معاش ما ۴۰۰۰ افغاني کرایه خانه ۷۰۰۰ چوچه ها نام میخاین مریض دوا، زمستان چوب، .
حاضري امضا کړی، د دفتر مخته یي کواڼه مراجعین ولاړ وي ټول سره بیدار شي سره وښوري، اونه مدیر صایب آمد، … په دفتر کي یي اخلاق یو څه سم وو نو پیاده یوه پیاله شین چای چې رنګ یي اړولی وي او له تور سره یي چندان فرق نکیږي په میز ورته کېږدي… مراجعین پرې راسر شي، یوه ته وایي بیادر ای نه میشه، بل ته وایي مربوط ما نه میشه، بل ته وایي سبا بیا، دا خلک په خپله مخه ولاړ شي، خو پرونیو او هغه بله ورځنیو ته یي چي همداسي ویلي وو یو یو یي رامخکي شي، مدیر صیب بزګوار! ای کیشم بدخشان امدیم امیره خو کمک کو خیدیت خو یک دفه امیره ببین، بس مدیر یي په ناز ور واخلي که سړی یو څه سره شکیدلی وو، نو توکل وکړي په زغرده ورته وایي چې بیادر کاریت غیرقانونی اس مه مراتیته میکنم بریت خلاصیش میکنم مګر شیرینی باید بتی د ایقه کار یک هزاري سریت مصرف میایه… سړی یي له مجبورۍ په ورین تندي ورسره ومني کنې بیرته ورته وایي چې نه میشه… خو که سړی یوڅه ښاري یا لوکس وو نو بیا په شفرونو او کنایه وو ورته وایي، دا بیا د هغه په استعداد پوري ده چي په یوه ورځ پوهیږي که دری څلور ورځي نور هم ځي او راځي، بې شیریني به یواځي د هغه کار خلاصېږي چي مامور دفتر ته د ننوتلو په وخت له خپل ریس یا باډي ګارډانو سره لیدلی وي، یا یي د کوم وکیل دوه ګوتي کاغذ په لاس کي وي……
څوک یي بیا د ټوپک له ‍ت‍وری او دوګدني شپیلۍ غواړي، اته نهه زره یي معاش وي هغه نو ته او خدای تر سګریټو کړي، تر چرسو یي کړي، که تر نورو پنچریانو، سهار وختي په ناولي مخ د پوستې مخته په لوی سړک ولاړ وي، له هره باري موټره تر دوه سوه کلداي کمي نه غواړي، له مخالف سره لار لري پوسته یي له کوماندان صاب سره په نیمایي عاید نیمه کړي وي، نیم د کوماندان نیم خو نو ددوي خپل حق ده، څوک خو د چا نوکران ندي چي دریشي په غاړه کړي او په لویه لار یي په غټه دښته کي له خپلو بچو لیري اړولي وي…….
بل هم سترګي ترغوږو توري کړي وي، تک سپین کالي یي اغوستي وي، څڼي يي د شړشمو په تیلو داسي غوړي کړي وي ته وا په ډکه بوکه کي يي سر ننیستی وي، د ټوپک له پورته خاوند سره یي توپیر داده، چي معاش یي مالوم نده، څونه به اخلي له چا به یي اخلي په کلدارو په ډالرو که په بله کرنسۍ، خو په سړک به ولاړ وي له کانټینر ټانکر او دولتي ماموره لاس نه تیروي، هغه هم کله په داسي کانټینر اوښتی وي چي تر ځایه چي یي رسوي دری څلور واره یي په د کانټینر په توکو جنجال راغلی وي، یو وایي دا به خرڅوو مبلغ به یي شورا ته لیږو، بل وایي نه دا خو غنیمت ده زموږ هم پکي حق ده، بل وایي زما حق ولاکه د چا پلا لا وخوري، په دغه جنجال کي د کانتینر کولپ په مرمی وولي دانه دانه یي کړي دروازه ورخلاصه کړي که ګوري تور خډر سپی پکي ولاړ ده…..
هله طالبانو دوا ګیر کړيده، سخت پریمانه ده، بسته کانټینر ده، خرڅوي یي، ځوان له یوه بل سره په موټر سایکل پښه واوړي په کلیو کي ګرد ګرځي.. هلکه طالبان چیري دي؟ د فلانکي کاکا په کوټه کي دي.
اسلام علیکم.. وعلیکم السلام راځئ دننه.. شین ژیړ بخن د سلفرو ګرد ده.. څوک سلفر میده کوي، څوک یي غلبیلوي، څوک یي د واسلینو په هغه شنو بیلرو کي اچوي، بل په کونج کي لګیا ده لینونه سره سموي….ښا مولوي صاب مبارکه موږ خو په هغه دوا پسي راغلي یو که یي نمونه راته وښیاست چې دا څنګه شی ده… ها ملا فلانکیه ته یوار منډه کړه په موټر سایکل پښه واړوه هغه یو څو دبلیه راوړه چې دا تجاران یي وګوري….. اسلام علیکم والیکم را دي وړه هو رامي وړه، هلکه دا پښه دي ولي ویني ده؟ ولا مولوي صاب موټر سایکل واچولم له سړکه ټانګونه راکته شول…. اللللله زرکوئ تښتئ…. میلمه وروره څنګه دوا مو خوښه شوه… و مولوي صیب دا خو د کلینیک دواده، په هر بوتل کي دری زره او څلور زره ګولۍ دي…. دا خو په بازار نه خرڅیږي، دا خو په کلینیک کي پنځه او لس په پاکټ کي ناروغانو ته ورکوي…. الکه غورځه نصیحت ته حاجت نشته….. ګوره ملاصاب دا ظلم ده، ددې دوا تاریخ کم پاته ده غوره داده چي کوم کلینیک ته یي وسپارئ… که یي اخلي په څلور لکه کلداري دا ټول کانټینر درکوو کنې په مخه دي ښه…. سمه ده ولاړو…
د دولتي مامور په کښته کېدا دونه نه خوشالېږي لکه د موسسې په کارمند… هله طالبانو د ننګرهار یو څو تنه انجینران کښته کړيدي، وایي که پنځه ویشت لکه راکوئ درخوشي کوو یي کنې وژنو یي… هله هله منډي منډي خپلوان یي په غزني کي ګرد ګرځېدل، زموږ د خپلوانو شناخته وو، سخت باعزته او دینداره کورنۍ وه، په چنو چنو مبلغ لږ ټیټ شو، او انجینران یي راپرېښودل…
بل بیا په ټاکنو کي کاندید شي خلک خو بیچاره دي خطا یي کړي، درز سړی وکیل شي هغه هم د ولسي جرګي، معاش یي تر لکو زیات وي، خو کفایت نکوي میلمه یي ډیر ده، سیال لري، موټر یي زوړ ده، کور یي لا نسته…. اکوناک بانې غواړي پلاني وزیر داسي وکړل پلاني داسي… وزیران را ایسار کړي ایستیضاح ته یي برابر کړي، وزیر ته نو یو دوه لکه ډالر څه دي موافق خو دی موافق مخالف به له وجدانه سره واخلي، بله ورځ د جرګې ریس وایي؛ محترم فلانی وزیر وزارت به اکثریت آرا به سیمت وزیر باقي ماند برایش تبریک باشه… وکیل سور سترګی شي، روابط یي ډیر شي، تر سپیره دوړه لاس نه تیروي د محصلینو تحصیلي بورسونه لا په بډه ووهي او په شتمنو یي خرڅ کړي…
وزیر خو نو بیا سپین چرګ شو دا وار قراردادونه، انکشافي بودیجه او نور جرچ او خراج خپلو ته یا که یي خپل نه وو بیانو قومیانوته، د ټوپک چلولو د وخت ملګرو ته، او یا هم د دریم صنف همصنفیانو ته سیخ کړي، او لکه د پوستې کوماندان دی ورسره په نیمایي کي شي..
یو څو نورو ته به خدازده چا د څونه مبلغ وعده ورکړي وې دی نو ورته سم شي هله وطن زما ده فلانی حرامي ده، فلانی ناخلف ده…
دلته نو دا نور د وجدان مشتریان پیدا کړي خدازده په څو به یي ورکړی وي، بس یو څو بیچاره غریب او غربه پیدا کړي چي هلۍ درځئ د ظلم او ناروا په وړاندي لاریون ده، هغو بیچاره ګانو کش کش مخونه نیولي وي بس په لاسونو کي یي د یو څو پیسو په مقابل کي، په سپین کاغذ خو په تک تور رنګ لیکل شوي پاڼه نیولي وي؛ من افغان نیستم.

سيف الله اندړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *