تاند- د پینتاګون سرمفتش غواړي چې پر هغو تورونو غور وکړي چې پر اساس یې ویل شوي امریکايي پوځیانو د خپلو افغان متحدانو له لوري د ماشومانو پر جنسي زیاتي سترګې پټې کړي، او هغو پوځیانو ته یې سزا ورکوله چې په دې اړه یې راپور ورکاوه.
د پینتاګون له یوه یادښت سره سم، چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د سرمفتش له قوله ویل شوي:«موږ غواړو چې د موضوع په اړه خپله څېړنه ژر پیل کړو. زموږ د څېړنې هدف دا دی معلومات ترلاسه او وارزوو، او پخواني راپورونه تحلیل کړو.»
تېره میاشت نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور وکړ چې امریکايي پوځیانو د افغان پولیسو او ملېشه ځواکونو له لوري پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې پټې کړې وې.
د کانګریس غړیو د امریکايي پوځیانو له لوري د دې موضوع پر نه افشا کولو انتقاد وکړ او دا عمل یې بوږنوونکی وباله.
د پینتاګون چارواکو څو ځلي ویلي، دوی داسي کومه پالیسي نه لري چې د افغان ځواکونو له لوري به ناوړه اعمال پټوي.