1. تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې د هغو طالبانو خرڅ ورکړي چې د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

دا موضوع نن /چهارشنبه/ یوې امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې څرګنده کړې ده.

د سږ کال په لومړیو کې وویل شول چې پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې طالبانو ته د هغوی د سولې د مرکچیانو د سفر خرڅ ورکړي.

د هیل ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۰ مالي کال لپاره د پخلاینې په برخه کې د طالبانو د مالي مرستې لپاره پیسې غوښتي دي.

د کانګریس د تدارکاتو د فرعي کمېټې ویندوی وویل، د ۲۰۱۹ په مارچ کې پنتاګون د کانګریس د تدارکاتو فرعي کمېټې ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې د طالب مرکچیانو لپاره د تېر کال په شان پیسې غوښتي دي.

دي هیل ورځپاڼه د ویاند له قوله لیکي، «دا پیسې به د تروریست تنظیم (طالبان) پر ترانسپورت، د وسایلو په انتقال، خوړو او وسایلو ولګېږي»

د امریکا د تدارکاتو فرعي کمېټې د ۲۰۲۰ مالي کال مصرفي بودجه تصویب کړه خو د طالبانو د مصرف له ورکولو سره یې موافقه ونه کړه.

3 thoughts on “پینتاګون له کانګریس څخه د طالب مرکچیانو لپاره د پیسو غوښتنه کړې”
  1. خير ، دا دومره وخت يي د چا د پلار نه تر لاسه کولي؟؟پاکستان؟؟ دې هيواد خو دوی هم وپړسوول او هم يې لکه چنګښې باد باد کړل، خو ددوي پسونه اوس هم د جنت حورې غواړي????????????، افسوس پر هغو چې اوس هم زموږ نااهله ځوانان د طالب په رباب د جنت خوب ويني او دا خوب مو په جهنم بدل ده.

  2. دي هیل ورځپاڼه د ویاند له قوله لیکي، «دا پیسې به د تروریست تنظیم (طالبان) پر ترانسپورت، د وسایلو په انتقال، خوړو او وسایلو ولګېږي»

  3. دا به ددی مانا ولری چی ګواکی طالب جان چی تر اوسه په قطر کی اوسیدلی دی نو ټوله معامله ئی په پور تر سره کړی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *