تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) په یوه راپور کې وویل چې د دغه هیواد پوځ له خپلو ۲۰۰ روزل شویو سپو سره د افغانستان د ماموریت په پای کې ښه چلند نه دی کړی.

د امریکا د پوځ د غړیو په وینا ځینې سپیان امریکا ته تر راوستلو وروسته تر ۱۱ میاشتو پورې په کانالونو کې پرېښودل شوي او ورته پاملرنه نه ده شوې.

راپور وايي چې یو شمېر نور ممکن په طبي ډول وژل شوي وي.

امریکايی رسنیو پرون /شنبه/ وویل، د پوځ ویندویانو د دې موضوع په اړه د تبصرې لپاره د دوی ګڼو ټېلفونونو او یا یمیلونو ته ځواب ونه وایه.

دا سپیان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ افغانستان ته استول شوي وو چې بمونه ومومي.

یوه خبریال سکاټ پالټرو رویټرز خبري اژانس ته وویل«دا سپي په دې خاطر د ستایلو دي چې لږترلږه په لسګونو او یا ښايي تر دې په ځلونو زیات انسانان یې د بمونو، ماینونو او چاودېدونکو موادو په کشفولو ژغورلي دي. که دوی دا بمونه نه وای موندلي ممکن پوځیان یا عام خلک پرې تېر شوي او له ژونده بې برخې شوي وای.»

دا سپي وروسته له دې امریکا ته بېرته یووړل شول چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ماموریت پای ته ورسېد خو په امریکا کې ورته شا واړول شوه.

امریکا د ۲۰۱۴ په پای کې خپل ټول محارب پوځیان او جنګي وسایل له افغانستانه وایستل.

ټاکل شوې وه چې تر تېر (۲۰۱۷) کال پورې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي وای خو پر جګړې د طالبانو اصرار امریکا اړ ایسته چې افغانستان ته بېرته پوځیان راولېږي.

اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۵ زرو ته رسېږي حال دا چې په ۲۰۱۶ کې د دغو ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ ته رالږ شوی و.

One thought on “پینتاګون وايي، د افغان ماموریت لپاره له روزل شویو سپو سره یې ښه چلند نه دی شوی”
  1. دداسی راپور نشرول د هغو افغانانوی چه له دوی سره په جنګ کی وژل شوی او یا زخمی شویی تحقیرول دی ، او یا غواړی پدی سره د امریکا د کبر حد خلکوته وښیی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *