تاند- د پینتاګون چارواکي د لومړي ځل لپاره وايي چې په افغانستان کې حاضردمه د ټولو امریکايي پوځیانو شمېر ۱۱ زرو ته رسېږي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ټولټال ۸۴۰۰ ښودل شوی و.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر پوځي چارواکو مخکې لا په پټه تایید کړې وه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر هغه څه یو څه زیات دی چې افغانستان ته یې د لېږلو اجازه ورکړای شوې وه.
امریکايي قوماندانانو د پوځیانو د ایستلو او د تازه دمو ځواکونو د راوستلو په پلمه تر ټاکلي شمېر زیات شمېر پوځیان په افغانستان کې ساتل.
د پینتاګون ویندویې دانا وایټ د افغانستان په شان په عراق او سوریه کې د امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه تر اعلان شوي شمېر د زیاتو ځواکونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په عراق او سوریه کې هم په زرګونو امریکايي پوځیان مېشت دي.
حاضردمه په اکثرو خلیجي هیوادونو کې امریکايي پوځیان اډې لري.
په افغانستان کې تر اعلان شوي شمېر د زیاتو پوځیانو د شتون مسله په داسې وخت کې افشا کېږي چې پینتاګون افغانستان ته د ۳۹۰۰ نورو ځواکونو لېږلو ته تیاري نیسي.