تاند- د امریکا دفاع وزارت نن /جمعه/ کانګریس ته وویل، هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو باوري متحد دی.

پینتاګون کانګریس ته په خپل راپور کې له افغانستان سره د هند د نورو اقتصادي، طبي او مدني مرستو هرکلی وکړ، ویې ویل«هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو د باور وړ شریک دی او د سیمې تر ټولو هیوادونو یې د افغانستان په پرمختیايي چارو کې زیاته برخه اخیستې ده.»

«په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګښت» په نوم کانګریس ته د پینتاګون په راپور کې د هند د مدني مرستو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د افغانستان – هند د دوستۍ بند او د افغانستان د ملي شورا ودانۍ د جوړولو په شان د هند مدني مرستې د یادونې وړ دي.

راپور همداراز وايي چې هند افغان افسرانو او پوځي پرسونل ته د پام وړ روزنه ورکړې او د افغانستان د پېټي په کمولو کې یې د پام وړ ونډه اخیستې ده.

د پینتاګون راپور وايي چې هر کال ۱۳۰افغان پوځیان هند ته ځي چې په بېلابېلو پوځي او مسلکي پروګرامونو کې برخه واخلي.

هند دغه راز افغانستان ته په محدوده پیمانه امنیتي مرستې ورکړي چې مهمه برخه یې ایم آی – ۳۵ هیلي کوپترونه دي.

د پینتاګون په راپور کې وړاندې راغلي«د جنوبي اسیا لپاره زموږ په نوې پالیسيۍ کې له هند سره د اړیکو پر اهمیت ټینګار شوی او پر هند ږغ شوی چې په افغانستان کې له نړیوالو هلوځلو سره نوره مرسته وکړي.

د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره د هند له لوري د اضافي اقتصادي، طبي او مدني مرستو هرکلی کوي.»

وروسته له دې چې ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د اګست په پای کې نوې ستراتیژي اعلان کړه، دا د افغانستان په اړه کانګریس ته د امریکا د دفاع وزارت لومړنی راپور دی.

راپور وايي«په افغانستان کې زموږ هدف په خپل حال پاتې دی؛ یعني باید افغانستان پرېنږدو چې بیا د تروریستانو پر خوندي پناهځای بدل شي او تروریستان له هغه ځایه پر امریکا یا د امریکا پر متحدانو او په بهر کې د امریکا او د هغې د متحدانو پر اتباعو بریدونه وکړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره موږ د خپلو افغان شریکانو ملاتړ ته دوام ورکوو، موږ افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوو او د حکومتي ادارو ملاتړ کوو.»

د نوې ستراتیژۍ پر اساس به امریکا د افغانستان د حکومت او د طالبانو، القاعده، اسلامي دولت (داعش) او نورو یاغي ډلو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *