تاند- د افغانستان د امنیت په اړه د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون په وروستۍ څېړنه کې پاکستان او ایران په کلکه غندل شوي او ویل شوي چې دا دوه هیوادونه د سیمې امنیت ګډوډوي.

د افغانستان په اړه د پینتاګون په څېړنه کې راغلي چې پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې یې نفوذ بایللی او د هند د پوځي برلاسۍ مقابله وکړای شي له سخت دریځو څخه په افغانستان او هند کې د نیابتي جګړې لپاره کار اخلي.

د پینتاګون راپور وايي، دا ډول سخت دریځي ډلې په لومړي قدم کې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابوي.

پینتاګون همداراز ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونه د دې لپاره چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه ژر ووځي طالبانو ته د جنګي وسایلو مرسته ورکوي.

راپور په عین وخت کې وايي چې طالبان چې تهران د افغانستان له حکومت سره د دوستانه اړیکو پر ساتنې ته پام لري او دا هم نه غواړي چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي.

د پینتاګون څېړنه وايي چې په افغانستان کې د ایران پلوو او شیعه ګانو ملاتړ د ایران د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

خو د یو شمېر افغان کتونکو په باور ایران تر هر څه زیات په افغانستان کې د خپل کلتور د ترویجولو ډېره هڅه کوي او په دې کار کې له ایران سره هغو رسنیو زیاته مرسته کړې چې د لوېدیځ په مالي مرسته جوړي شوي او فعالیت کوي.

One thought on “پینتاګون په یوه تازه راپور کې ویلي چې ایران او پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي”
  1. باكستان او ايران كله دافغانستان به جارو او امنيت كي لاس نه دي وهلي جه اوس ءي شروع كري زمونز دبد بختي او كدودي او بي اتفاقي اصلي عاملين همدا دوه بد بخته هيوادو نه دي همدا هيوادو نه وه جه زمونز بياوري او قهرمان ملي اردو به صفر كي ضرب اوبه نتيجه كي يو شخصي تنظيمي اردو منخ ته راغي،زمونزه مغزو نو يعني قدرونه ءي فرار ته مجبور كره،اقتصاد ءي رأته به صفر ضرب كره،داسي كدودي بأندي اخته كرو جه دسر سري مونه وو معلوم ،تجزيتهءي ته داسي لمن ووهلي جه لا تر اوسه بعضي جنكسالاران د تجزيء خوبونه به خوب كي ويني ،نوربه خه وكري وي كره اوس بايد دملت فرد،فرد بيدار او ددوي كارو ته دندان شكنه جواب وركري.مونز به دي شه بوهيدو او بو هيزو بنتاكون اوس متوجه شو .
    اشرف غني بيدار او وطن فرسته دي د تيرشو غوندي نه به ريال اونه به كلدارو نه خر خيزي او نهءي خوك اخستي شي
    زوندي دي وي دافغان اولس داشرف غني تر رهبري لاندي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *