تاند- سپینې ماڼۍ نن /شنبه/ وویل چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په کتنه کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت ملاتړ څرګند کړ.
دواړو مشرانو د جرمني د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې له یو بل سره ولیدل.
دوی د خپلو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتولو، اقتصادي همکاریو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وايي، مېرمن میرکل او ښاغلي پینس د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت یا همکارۍ د دوام پر اهمیت تاکید وکاوه.
دوی د ناټو تړون پر پیاوړتیا هم خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جرمني په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مونشن ته تللی دی.