پېريان عجيبه مخلوق دى، چې که درسره وي، هم غم او که درسره نه وي، هم غم. که درسره وي، له هر چا سره به دې د خولې خوند خراب وي. په ملا به دې د عجيبه څپېړيو خاپونه وي، په ټول وجود به دې د چابک اوږدې ليکې تللې راغلې وي؛ خو که درسره نه وي؛ نو چا ته به سرلې انسان نه ښکارې، ته به سترګې راوباسې، له هغې خوا نه به کابلى سوک خورې. زه خو وايم، چې ښه دي، په شاوخوا خلکو خو به دې لږ رعب پروت وي، چې پلانى پېريانى دى، ځان تر ساتئ.
ما اورېدلي، چې پېريانو ته د هرې خزانې د پرانيستو چل ورځي. دا څوک چې د خزانو خاوندان دي، دوى سره خو پېريان دي. غريبان پخپله هډوکې شپېلي، نېکان يې غوښې خوري، غوښې اغوندي، غوښې لمس کوي، غوښې اوري، په غوښو لامبي، تر دې چې په خوب کې هم صرف غوښې ويني؛ خو موړ به يې پرې نه کړې. په دې پېريانو خداى شته، د ميالي صاحب زور هم نه رسېږي.
له ځينو خلکو سره ملنګان پېريان وي، هغه د چرسيانو والا ملنګان نه. په دې ملنګانو د هر چا زور رسي. زموږ يوه ملګري په سوات کې د همدې پېريان پر خلاف دفتر پرانيستى و. پېرى يې په شل روپۍ ايسته. کله به يې ورته اور مور بل کړ يا به يې ورپسې سوان کړې تېره چاړه راوايسته، وبه تښتېدل. بيا به يې پېريانو ځپلي شخص ته ساختونه او تعويذونه ورکړل، چې دا تعويذ دې په شنه ټوټه کې وتړي او په غاړه دې يې کړې او ساختونه دې هره شپه د سپوږمۍ په رڼا که له رڼو اوبو سره غړوپ کوي. که به پېريان سخت وو؛ نو بيا به يې د هغوى ډيمانډ ته غوږ کېښود. نتيجې ته به سره ورسېدل. بهر به يې د ځپلې پلار ته وويل، چې پېريان نه دي، پېريانې دي او د برې بازدرې په ادم خان نومي هلک مينې دي، ژر ورته غم کوه، ګنې لور دې لاړه. بيا به ټول کلي د ثواب ګټلو په نېت واده ته کټونه راچلول. زموږ له يوه ملګري سره دا رنګه پېريان وو، ملا ورته ساختونه ورکړي وو، چې دا به ته وخورې او دا بل به زلمي خره ته په وښو کې ورکړي. د سړي کار نه و شوى، د بل چا پېريان ترې زورور ختلي وو، ښکار يې له لاسه وتى و. غوسه ورتله چې ما د شکرانې لپاره د مور والۍ خرڅې کړې او په چا يې کرښه هم رانه ښکله. په نيمه شپه په ملا پسې ورغلى و. ملا په خپلو خبرو کې رانيولى و، چې تا خپل ساخت خره ته ورکړى او هغه د خر هغه دې پخپله خوړلى.
دا رنګه پېريان غريبان ښکاري؛ خو ډېر کمالونه لري. ما خو اورېدلي دي، چې پرستان ته لار د همدې پېريانو له وطنه تېرېږي. پېريان او پرۍ په ټوله کې يو دي، صرف د نر وښځې خبره ده. انسانان د پېريانو سيوري په کاڼو ولي؛ خو په پريو پسې يې وښکي ووتل، ځکه چې انسانان ټول نران دي. که دا پېريان دې ملګري وي؛ نو بس ګرځه په پرستان کې او په پرستان کې خو شک نه دى پکار، د عطار د سيمرغ غوندې، بلکې که سړى له تصوفه بهر شي، نو خداى ته د وررسېدو لار په همدې پرستان ورغلې ده.
ځينې سادګان د پېريانو په وجود شک کوي. خداى مو انصاف روزي کړه، لږ خو ځان ته وګورئ، تر غوږونو پورې په پېريانو کې ډوب يئ. يو کار مو بې پېري نه دى. هر طرف پېريان، هر چېړته پېريان. د انسانانو خو پېړۍ وشوې، چې مړه دي. زه خو ملګرو ته نصيحت کوم، چې ګوتې لږې په کرار خوځوئ، چې کوم پېرى په سترګه کې ونه وهئ، چې بيا به ترې په کندو کې هم خلاص نه شئ، بلکې کندو خو د پېريانو مسکن شريف دى، ته هم ترې اوړه رااخلي او هغوى هم ترې پراټې پخوي. پخواني په حقه له پېريانو ويرېدل. پېريان رښتيا هم خطرناک دي. بېګا يې زموږ په ګاونډ کې يو سړى وخوړ، حرام شه، که چا به يې بوى ليدلى وي. سړى يې په خېټه کې داسې ورک شو، چې تا به ويل، بېخي پيدا شوى نه و. په پخوانو پېريانو کې څه نا څه انسانيت و، د شپې به يې درباندې له بکياڼې يا انځره د پستې لوټې ګوزار وکړ. کله ناکله خو به يې د ګل ګوزار هم کاوه. اوس خو ورسره هغه وسله ده، چې له درېيم کلي درباندې ګوزاره وکا، خلک به دې يو کال په لاسونو او پښو او سر پسې سرګردان وي. چې بيا دې راټول کړي، نو که نور نه وي، يو لاس خو به د بل چا درغلى وي او خوند خو به دا وکړي، چې د همغه پېري لاس درغلى وي، چې په قبر کې دې هم په دا مخ مخ وهي.
ځينې پېريان ډېر زورور وي. په زوره په سړي خپل علم خرڅوي. زموږ له يوه کليوال سره اوس هم دي، چې پرې راشي، هغه ښکنځلې کوي، چې په خوب دې نه وي اورېدلي. دا ملګري هسې وايي، چې په پښتو کې ښکنځلې نشته، ما سره يې ژوندى ثبوت شته دى. يواځې انسانان نه وي، څارويو ته هم ښکنځلې. لوټې، ګټې، بوټي هر څه په ښکنځلو پاک ووينځي. دا د هغه غريب ګناه نه ده، دا خو پېريان دي، چې پرېږدي يې نه. په کابل کې خو چې د ماشوم پر سر د ثواب په نېت تش لاس راکاږي، پېريان پرې راشي، هغه ټپې درته ووايي، چې غوږونه دې يې غواړي. زموږ له يوې ګاونډۍ سره پېريان وو، زامنو به يې ويل، چې په مور مې پېريان راشي، هندکي شروع کړي. خداى شته هندکى بنده يې په سترګو نه و ليدلى. له دې نه معلومېږي، چې په پښتنو کې خپل پښتانه پېريان نشته او ښه دى، چې نشته، ګنې له هغوى به څومره خلک تنګ واى. داسې هم نه ده، يو نيم شته؛ خو د پېريانو دا نور قومونه هوښيار دي، ډېرېدو ته يې نه پرېږدي. چې رازلمى شي، ايسې خپله لور ورکا، راخپل يې کا. ګورئ نه، چا سره چې پېريان وي، که يو پکې خداى دوست وي؛ نو هغه نور به يا الامامد وي يا مستانه او ښځه به يې کاجل وي. زموږ له اهل قيزو سره هندکي نه دي؛ خو دا نور ورسره دي، خولې ته نېژدې يې ناست وي، چې پښتو شروع کړي، په شونډو ټس ورکړي، هغه غريب (ستړي) ويلي وي، چې (مه شئ) وايي، ايسې (آمديد) ووايي. اوسني دبير نصف سازمان يې بيا د کنټرول څه نا څه چل زده کړى؛ خو پېريان بيا هم له خپل رذالته لاس نه اخلي، په خبرو کې يې وردانګي. هغه غريب نو بيا په پاړسي کې پښتو وايي او پښتو کې پاړسي، هر څه ترې شير وشکر شي.
پېريان په ټوله کې په دوه ډوله دي، يو ښه بل بد. مخکې به چې دوه ښځو سره پېريان وو او يوه به يې پوښتنې ته ورغله، ورته کړه به يې:
بس بي بي خورې، د انځر ګل يې درته کله راوړى؟
نه
په ژمي کې يې درته کله امونه او هندوانې او په اوړي کې انار او انګور راوړي؟
ته د بې موسمو مېوو خبره کوې، زه يې په مرګ مړه کړم، ډډې مې هره ورځ شنې وي. چې هغوى لاړ شي، بيا مې د مېړه وار وي. په وهلو وهلو مې شنه واړوي، چې دا پېريان درباندې ولې مين شوي؟
خورې، دا ستا پېريان راته مسلمانان ښکاري، مسلماني او رحم پکې نشته. ما سره خو هندوان دي، دومره مسلماني پکې ده، چې له جي جان نه راته بغير بل څه نه وايي او مېوې دې چې راچلېږي.
هو، رښتيا په هندوانو پورې راياده شوه، نن سبا خو يواځې د کابل نه، د ټول افغانستان په هوا و فضا کې هندوان او هندوانې پېريانې خپرې دي. له هندي ډرامو سره هندي پېريان سم راغلي، پاخه پاخه بيلډنګونه يې راکې جوړ کړي دي او له خولو مو د الله الله پرځاى بګوان بګوان نارې راووځي.
بس دعا به دا کوو، چې خداى دې د لوى ځوان او ميلي صاحب په ګډون شېخ رحمکار او ټول اوليا بيا راژوندي کړي، چې دا پېريان رانه پاڅوي. پير روښان او اخوند دروېز بابا ته ضرورت نشته، هغوى يې وختي لا راژوندي کړي دي.
————————–
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د مطلقو فعلونو املا، معلومات که فکر، و او (وو) ،
ونکی ، رغښتواله، د شاعرۍ لوری، ګنې،