داسې هم نه وه، چې ما هېڅ غوښتنه نه درلوده. زه د ځوانۍ او جنون د کاروان هغه لاروى وم چې د وجود هر رګ رګ مې له جل وهلو غوښتنو مالامال و، خو کله چې له تا سره مخ شوم، ستا د خوښۍ لپاره مې خپلې ټولې غوښتنې تر پښو لاندې کړې او ستا غوښتنې ته تسليم شوم.
پوهېدم چې ددې جګړې سوبه تا ګټلې، خو ما هم د وياړ او بري احساس کاوه او ځان راته ناکام نه ښکارېده، ځکه ما ويل چې ددې ټولو ماتو په بدل کې به تا وګټم، خو هغه ورځ چې زما ترمخ دې ټولو ته زه يو بې هيلې او بې غوښتنې بنيادم معرفي کړم؛ نو په ټول وجود کې مې د پښمانۍ اور بل شو، خو دا هغه وخت و، چې هډوکي مې ستا د پېغور په سکروټوکې سوي وو او د ځان راټولولو توان مې نه درلود.
٢٠١٤ د اګسټ ٢٤مه